سوريه: روسي الوتکو تازه بمبار کې ۲۵ ولسي وګړي وژلي

کابل ټکی کام قدرت الله حسین

د سوريې حلب ښار شمال لور ته د روسيې په تازه بمبارۍ کې لږ تر لږه ۲۵ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.

پېښه بېګا ماښام هغه مهال رامنځته شوه، چې روسي الوتکو د دولت د وسله والو مخالفینو تر ولکې لاندې سيمو کې بمونه وغورځول.

ځايي سرچينو ليکلي، چې روسي جنګي الوتکو په «کفر ناصح» او «احرص» ښارګوټو کې ولسي خلک په نښه کړل، چې له امله يې ۲۵ ملکيان ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول، روسيې همدا راز په ياده سيمه کې هغه موټران بمبار کړي، چې د سوريې خلکو ته يې مرسته رسوله، په بريد کې ۱۰ موټران په بشپړ ډول ويجاړ شوي دي.

سرچينې زياتوي، چې د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی، چې نيم يې ځايي او نيم نور هم د ترکيې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button