ايا د بروکسل اعلاميه به هېواد له نا امنيو وژغوري؟

له ۲۰۱۴ز کال وروسته چې امريکا له افغانستانه د خپلو او ناټو د پوځونو يستلو اعلان کړی، دولتي چارواکو او په دولت کې د يو شمېر بهرنيو پوځونو د موجوديت پورې د ګټو د تړلو اشخاصو په ژوند کې کمرنګي پيدا شوې . په دې فکر کې دي چې د بهرنيو پوځونو موجوديت ورته د قراردادونو او پروژو مالي سرچينې وي. که دهېواد موجوده پوځ د خپل امنيت په ساتلو کې ناکام شي ګرانه ده چې په افغانستان کې شپې سبا کړي . د دې انديښنو او نورو لاملونو له کبله وخت په وخت داړتيا په صورت کې په بروکسل کې د ناټو د دفاع او کله د بهرنيو چارو د وزيرانو غونډې کېږي.  تېره ورخ په بروکسل کې د ناټو او ځينې نورو غړو مشرانو او استازو په يوه غونډه کې ګډون درلود ، ترڅو د منځنۍ اسيا اوپه ځانګړې توګه د ۲۰۱۵ کال د پای ته رسيدو وروسته په افغانستان کې د افغان دولت سره خپله پالیسي روښانه کړي. د ناټو غړو هېوادونو چې په سرکې يې امريکا ده ، په هره غونډه کې د افغان دولت سره د خپلو مرستو ژمنې ګړي . له يوې خو دا چې د ۲۰۱۵ کال وروستۍ مياشتې دې د ناټو غړو هېوادونو په خپلو کې سره دافغانستان روان حالت او وروسته د وخت په اړه بحث وکړ . په غونډه کې د ناټو دغړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د افغانستان سره په ملاتړ ټينګار وکړ،  په دې غونډه کې د ناټو غړو ۲۸ هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو برخه اخيستې وه .

دغونډې د نورو ويناوالو ترڅنګ د ناټو عمومي منشي (سټيول ټنبرګ) خوشبيني وښوده ، چې د تېر کال په نسبت د افغان پوځ ظرفيت لوړ شوی دی. د دې غونډې د مخه د ناټو غړو هېوادونو د افغانستان په اړه دفاعي چارو وزيرانو او جنرلاانو هم يوه پرېکړه وه ، چې د افغانستان سره بايد تر۲۰۲۰ کال پورې هر اړخېز مرستې وشي. تېره ورځ دغونډې په پای کې دغونډې د برخوالو لخوا يوه اعلاميه خپره شوه چې په افغانستان کې د ټولو نا امينو مخه نيسو او تر۲۰۱۶ کاله پورې به دافغان ځواکونو روزنه او دهغوی مالي مرستو چاري ساتو. د ناټو د غونډې هېوادونو په کنفرانس کې په دې هم بحث وشو، چې اوس د افغانستان دولت سياسي مخالفين يوازې  طالبان دي ، چې وسله واله جګړه هم پرمخ بياي دمخه به چې د افغانستان د مسئلې د حل په اړه يادونه کېده ، ځيني نورو ګوندونو چې د افغان دولت مخالفت به يې کاوه موجوده و خو اوس بې له طالبانو دافغان دولت ټولو سياسي مخالفينو د خپل مخالفت څخه لاس اخيستی او په دولت کې يې برخه اخيستې ده . د برکسل په غونډه کې د امريکا ځانګړی استاذی ډوګلاس لوټ وويل موږ په افغانستان کې د اړتيا وړ چې امنيت د ساتلو لپاره د افغان پوځ سره دغوښتنې پرمهال مرسته کولای شي خپل پوځونه پريښي دي ، چې کيدای شي دڅه وخت لپاره د پوځ اړتيا کمه شي ، مونږ به يې په کموالي هم غور وکړو. دا وخت په افغانستان کې دامريکا ۷۰۰۰ زره اود ناټو ۵۰۰ پوځيان پاتې دي ، چې د اړتيا پرمهال دافغان پوځونو سره د هوايي ځواک مرسته کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button