مجاهد د دولتي رسنیو له لورې د امیر خان متقي په استناد خبر په کلکه رد کړ

کابل ټکی کام ۱۲لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
تېره ورځ ځينو دولتي رسنیو خبر ورکړ چې د کوئټې د کچلاک نومې سیمه کې د یوې غونډې په ترڅ کې چې د ملا عبدالله اخند په کور کې جوړه شوې وه، د ملا اختر محمد منصور او د نورو طالب جنګیالیو تر منځ خپلمنځي نښته را منځته شوې ده چې له امله یې ملا عبدالله سرحدي وژل شوی او ملا اختر محمد منصور ټپي شوی دی.
بر سېره پر دې چې د طالبانو ویاند ښاغلي قاري یوسف احمدي له لورې په کلکه رد کړی شو، ملا عبدالله سرحدي هم پخپله یوه غږیزه مرکه کې خپله وژنه او د خپل مشرتابه ټپي کېدل په کلکه رد کړل.
پر دې سربېره بیا هم ځینو دولتي رسنیو لکه پژواک او داسې نورو د طالبانو داطلاعاتو او کلتور پخوانی وزیر امیرخان متقي په استناد د ملا اختر محمد منصور د ټپي کېدو وروسته وواژه.
د طالبانو ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد زمونږ همکار ته د ټلیفون له لارې د دغه خبر په اړه داسې وویل:
« د امیرخان متقي له نامه څخه په بده استفادې سره د دولتي چارواکو دغه ډول خبرونه مونږ ته د استخباراتو ناکامه هڅه ښکاري، او له دوی څخه هیله کوو، تر څو د داسې خبرونو په خپرولو سره دې خپل حیثیت نه خرابوي، په دغه ډول غیر واقعي خبرونو کې دې احتیاط وکړي تر څو د استخباراتي شومو پلانونو برخه ونه ګرځي، ده همدا راز وویل چې متقي صاحب دا ۱۴کاله کیږي چې له هیڅ کومې خبري رسنۍ سره تماس نه دی کړی»

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button