سپينه ماڼۍ: د بلخ نوي والي ته دې ژر تر ژره واک ولېږدول شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۵) د سپينې ماڼۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې غوښتنه شوې، چې په سوله ييزه توګه دې د بلخ نوي والي ته واک ولېږدول شي.
د امریکايي ولسمشر ډونالډ د دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، چې دوی د بلخ موضوع له نږدې څاري، هيڅ ډول تاوتريخوالي ته ضرورت نه شته او امريکا به هغه چاته اجازه ورنه کړي چې د ملي ګټو پر ځآی خپلې شخصي ګټې په نظر کې نيسي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ په داسې حال کې د عطانور او ارګ مسلې په سوله ييز حل ټينګار کړی، چې تر دې مخکې د امريکا مرستيال ولسمشر مايک پنس هم په سوله کې د يادې ستونزې د له منځه وړو غوښتنه کړې وه.
له تېرو نېږدې څه کم دوه مياشتو راهيسې ولسمشرۍ ماڼۍ د عطانور د استعفی منل اعلان کړل او د هغه پر ځای يې انجينير داود د بلخ والي وټاکه.
خو عطانور وايي، چې د ولسمشر پريکړه نه مني او لا هم په بلخ کې د والي په توګه خپلې دندې ته دوام ورکوي او وخت ناوخت ارګ ته پيغورونه ورکوي، زياتوي چې هغه مهال به خپله دنده پرېږدي چې همهاله ورسره ولسمشر او اجرائيه رئیس هم استعفا وکړي.
څو ورځې مخکې د جمعيت ګوند مشرتابه غړي او د ولسي جرګې نږدې شل غړي بلخ ته د عطانور او ارګ تر منځ د جنجالي ستونزې د حل په موخه ورغلي و، خو لا هم د هغوی ناستې کومه ځانګړې نتيجه نه ده ورکړې او عطانور پر خپلې څوکۍ د پاتې کېدلو ټينګار کوي.



