د تعجب وړ خبره ده

لیکوال: فائز فرحت
کله چه طالبان دافغان حکومت عسکر اسیران کړی نو له طالبانو سره دهغوی دبندیانو په مقابل کی تبادله نکوی اګر که ددوی عسکر ووژل شی .
خو کله چه بهرنیان له طالبانو سره اسیران شی بیا دبهرنیو عسکرو دراخوشی کیدلو په خاطر حکومت له طالبانو سره تبادلی ته او د هغوی د هری غوښتنی منلو ته تیار ده ترڅو بهرنی عسکر ازاد کړی او له مرګ څخه یی وژغوری.
اوس که یو څوک دافغان حکومت له مشرانو څخه وپښتی چه داتوفیر دڅه لپاره؟
دافغانانو اهمیت دبهرنیانو په نسبت کم ده او که خپلواک نه یاست ولی دیو بهرنی عسکر دژوند ژغورلو لپاره دومره هڅه کیږی او دافغان عسکر لپاره نه کیږی؟
که چیرته هغه افغان ځوانان چه د عسکری لپاره جلبیږی په دی وپوهیږی چه زمونږ حکومت ته له مونږ څخه بهرنیان ډیر ارزښت لری نو کیدای شی چه هیڅکله خپل ځان بی ارزښته نکړی .
خو نه پوهیږو چه له دی ټول توفیر او بی عدالتی سره سره بیاهم ځنی غولیدلی ځوانان په همدی بی ارزښته موقف کی قرار لری او ددوی مشرانوته ددوی په پرتله بهرنی کفری عسکر ډیر مهم او عزتمن دی!



