ایران وايي که بشارالاسد پناه وروړي تودهرکلی به يې وکړي

(کابل ټکی کام : پنجشنبه، ليندۍ ۱۲ مه ۱۳۹۴ ل)

د خامنه يي یو لوړ پوړي سلاکار علي اکبر ولايتي ويلي چي د سوريې رژيم مشر بشارالاسد که له ایران څخهپنا وغواړي تود هرکلی به يې وکړي .

ولایتي دغه راز ويلي دي چې سوريه د پرېښودلو نه ده او موږ نه غواړو چې اسد دې د خپل هیواد له دفاع څخه لاس واخلي .

د ولايتي په وینا اسد یو اتل دی پينځه کاله کېږي چې د خپل هېواد په دفاع کې جنګيږي .

ولايتي د لبنان تلویزیون سره د یوې مرکې په ترڅ وويلي دي ، چې دوی بشارالاسد ته رسما بلنه ورکړې چې ایران ته پنا وروي .

ایران په دې عقیده دی، چې روسیه په سوریه د عملیاتو مشروع حق لري او د ترکيې له لوري د روسیې د جنګي الوتکې نسکوریدل یوه د ترکيې تېروتنه بولي .

ولایتي همدارنګه وويلي چې، سوریه او ترکیه دواړه ددوي ګاونډي هېوادونه دي او هېڅ کله ددې طرفدار نه دی چې ددوي په منځ کې دې اړيکې خرابې شي .

سليم بریال

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button