سره صلیب خبر داری ورکړی چې د سوريې بشري وضعيت له ناورين سره مخ دی

 (کابل ټکی کام : جمعه، ليندۍ ۱۳ مه ۱۳۹۴ ل)

د سره صلیب نړیوالې کمېټې خبر داری ورکړی، چې د سوريې بشري وضعيت له سخت ناورين سره مخ کېدونکی دی .

نومړې نړیواله کمېټه چې مرکز يې ژنيو  کې دی یوې اعلاميه خپره کړې، چې په کې ويل شوي دي د سوريې هېواد شاو خوا ۱۲ ميلونه خلک بېړنيو مرستو ته اړتیا لري چې پينځه ميلي،نه يې ماشومان دي.

اعلاميه کې دغه راز  (ای سي ار سي ) د زیانمنو وګړو ته له ژمې نه مخکې مخکې د بېړنيو مرستو رسولو غوښتنه کړې او اندېښنه يې څرګنده کړې، کچېرته دغو زیامنو شویو وګړو ته مرستې ونه رسيږي نو د ژمې سوړ موسم به دغه خلک سخت وځپي .

دغه راز ټولنې ويلي دي چې وضعيت یو لوی ناورين تر کچې رسېدلې ده دغه ۱۲ ميليونه خلک نه پوره روغتیايي اسانتياوې لري او نه کومه سرپناه چې راتلونکي ژمی په کې تېر کړي .

دا په داسې حال کې ده چې په سوريې باندې د برتانېې لخوا د بشارالاسد د رژيم په مخالفو وسلوالو باندې بمباري پیل کړې دي خو  نوموړې کمېټې د بمبارۍ په اړه څه نه دې ويلي .

بدرالدين ځواک

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button