غورماچ کې د افغان ځواکونو۲ ټانګونه تخريب او ۱ طالبانو ته روغ په لاس ورغلی

بادغيس (کابل ټکی کام : جمعه، ليندۍ ۱۳ مه ۱۳۹۴ ل)
له بادغيس ولايت نه مو خبر ترلاسه کړ چې غورماچ ولسوالۍ کې تېره ورځ ماسپښین مهال د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ سخته نښته رامنځ ته شوې چې درنه مرګ او ژوبله يې اړولې ده .
جګړه طالبانو د ولسوالۍ اړوند (پي آر ټي) په مرکز باندې کړې ده چې افغان امنیتي ځواکونه په کې مېشت وه .
د خبر له مخې جګړه تر ماذديګر ۴ بجو پورې وغځېده، چې پایله کې د دولت دوه ټانګونه ویجاړ او یو بل ټانګ له ګڼ شمېر وسلو او مهماتو سره طالبانو لاس ته ورغلي دي .
سيميزو خلکو ويلي دي چې د افغان پوځ چورلکې دوه وارې د بمبارۍ په موخه راغلې خو کوم ځاني زیان يې چاته نه ده اړولی .
ويأ کيږي چې په نښته کې افغان سرتېروته مرګ و ژوبله هم اوښتې خو کره شمېره يې نه معلومه او د یوه تن طالب چارواکی د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوی دی .
بدرالدين ځواک



