د هوا پیژندنې اداره: ښایي په راتلونکو څو ورځو کې په ځینو ولایاتو کې سختې واورې وشي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۹ فرید افغان)

د افغانستان د هوا پیژندنې ادارې د اټکل ترمخه؛ ښایي چې په یوشمیر شمالي او جنوبي ولایاتو کې د سختو واورو د اورښت لړۍ پیل شي.

د ادارې په خبره؛ د درنو واورو اورښت به په سالنګونو، شمالي بدخشان، فاریاب، سرپل، غور، بامیان، ارزګان، دایکندی، غرنی، پکتیکا، وردک، پروان، کاپیسا، پنجشیر، کنړ او نورستان کې رامنځته شي چې ښایي تر ۸۰ سانتي متره پورته وي.

همداراز نسبتاً ډیرې واورې چې د دې ادارې په وینا ۳۰ سانتي متره اټکل شوې په ، پکتیا، لوګر، کابل، ننګرهار، لغمان، بغلان، سمنګان، جوزجان، بلخ، کندز او تخار کې وووریږي.
د یادونې وړ ده چې همدا اوس هم په یو شمیر ولایاتو د واورې اورښت جریان لري.
د واورې د سخت اورشت له امله نن د سالنګونو لویه لاره هم د ترافیکو پر مخ تړلې وه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button