ډونالډ ټرمپ: نه غواړو له طالبانو سره خبرې وکړو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۱۰) په افغانستان کې د طالبانو له وروستيو بریدونو وروسته د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، چې اوس مهال دې ته تيار نه دي چې له طالبانو سره مذاکرات او خبرې وکړي.
نوموړي تېره ورځ د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له استازو سره د ليدنې پر مهال وويل، امريکا اوس مهال له طالبانو سره هيڅ ډول خبرو لپاره چمتووالی نه لري.
نوموړي پر طالبانو تور پورې کړ، چې په بريدونو کې ملکيان په نښه کوي او تر ډېره پکې ښځې او ماشومان وژل کېږي، نو ځکه نه غواړي چې له طالبانو سره خبرې وشي او په ټينګار سره يې وويل چې د روان وضعيت د بدلون لپاره به وروستۍ هڅې وکړي.
خو طالبانو له يادو بريدونو وروسته په يوه وضاحت ليک کې، هېوادوالو ته ډاډ ورکړ چې هيڅکله به عامو خلکو ته د زيان رسولو اراده هم ونه کړي، زياتوي دغه ډول بريدونو کې يواځې دولتي نظامي کسان په نښه کېږي، خو دولت د خپلو رسنيو په واسطه له دغسې پېښو غلط انځور وړاندې کوي او د ملکيانو د مرګ ژوبلې اوازې خپروي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو په وروستيو پر “کانټنيټل هوټل، داخله وزارت” بريدونو کې د امريکايانو په ګډون ډیری بهرنيان او نظاميان ووژل شول.
د فسبوک فعال او ليکوال شفي اعظم په خپله تبصره کې د ډونالډ په د وروستيو څرګندونو په اړه ويلي، دا کومه نوې خبره نه ده ځکه امريکا له تېرو شپاړلسو کلونو راهيسې د سولې اراده نه درلوده.
نوموړی زياتوي، ټرمپ د افغانانو د وژنو لپاره دا خبرې نه دي تحريم کړي بلکې په وينا يې:” که د افغان ژوند ورته ارزښت درلود په تېرو څو میاشتو کې به یې پرې زرګونه بمونه نه غورځول”.
د يادونې ده، چې طالبانو په خپل وروستي وضاحت ليک کې د امريکا ولسمشر ټرمپ او د هغه پلويانو ته پيغام ورکړی و او ويلي و: ” که مو د زور سیاست چلاوه او د توپک په شپیلۍ مو خبرې کولې؛ نو له افغانانو څخه هم د ګلانو د شیندلو تمه مه کوئ”.



