د طالب ګوزار ماتم او د امريکا ګوزار نڅا او خندا

م، نجم الرحمن (فضلي)
اوولس کاله کيږي چې افغانان له يوه داسې ناورين سره مخامخ دي چې د روسانو کړنې او ظلمونه يې پرې وبښل، په دې موده کې افغانانو هغه څه وليدل چې د نړۍ په تاريخ کې نه چا ليدلي او نه يې آوريدلي، که څه هم په اوس وخت کې نيمايي نړۍ د مرګونو شاهده ده، خو په افغانستان کې چې په کوم ډول مرګونه وشول يا کيږي نه مو چيرته ليدلي او نه مو له چا آوريدلي.
مونږ وليدل چې د همدې اوولس کلونو په موده کې يرغلګرو امريکايانو د دوی متحدينو او لاسپوڅو په افغانانو هغه بې رحمه ظلمونه او وحشتونه ترسره کړل چې د هيڅ قوم په تاريخ کې نه دي ترسره شوي.
دلته يې داسې هم کړي چې په قندهار کې څو ماشومان سره راټول کړي ټول يې په يوه کوټه کې ايسار کړي، پترول يې ورباندې شيندلي او اور يې ورکړی.
دلته يې داسې هم کړي چې د زرمت په کاريز سيمه کې يې په زانګو کې ماشومان په سپيو داړلي
دلته يې داسې هم کړي چې په وردګو کې يې په خواږخ خوب ويده ماشومان په بمونو ټوټه ټوټه کړي
دلته يې داسې هم کړي چې په لوګر کې د څو کورنيو ټول غړي د اور په لمبو کې لولپه کړي
دلته يې داسې هم کړي چې په قندوز کې يې بشپړ کلي تباه کړي
دلته يې داسې هم کړي چې ټوله کورنی يې وژلی يوازې د کورنی يو کس يې د دې لپاره پرې ايښی چې ته به بيا زمونږ د همدې برياليو عملياتو کيسه نورو ته کوې
دلته يې داسې هم کړي چې د واده زلمی يې له ناوکی او وراباڼو سره ټول بمبار کړي
دلته يې داسې هم کړي چې جنازې يې بمبار کړې
دلته يې مسجدونه او مدرسې بمار کړې او شهيدان کړي
دلته په شهيدو جسدونو باندې متيازې شوې دي
دلته په سپين ږيرو باندې جنسي تيري شوي دي
هر څه شوي دي، لنډه دا هر هغه څه يې کړي چې تر اوسه چا نه دي کړي
خو مونږ تر اوسه د اوولسو کلونو په موده کې وا نه آوريدل چې يوه سري حکومت يا دوه سري حکومت دې په دې ظلمونو او وحشتونو باندې کومه ورځ ماتم اعلان کړی وي
مونږ وا نه آوريدل چې لاسپوڅو دې په دې پيښو خواشيني ښکاره کړې وي
مونږ وا نه آوريدل چې د بي باون په لکۍ راغليو دوه تابعيت لرونکو، شراب خوړونکو، د سپيو او چرګانو جنګوونکو، د ځان او د نورو په ناموس دلالي کوونکو، بې ضميره، بې وجدانه او د نورو له نطفو پيدا شويو دې يوه ورځ ماتم اعلان کړی وي
نن چې ورځ چې طالب ګوزار کړی نو سبا ورځ ټول ماتميان دي، مطلب دا چې د طالب په ګوزار کې وژل شوي افغانان دي
سمه ده چې د طالب په ګوزار وژل شوي افغانان دي، خو هغه د امريکايانو د دوی د متحدينو او د لاسپوڅو په لاس وژل څوک دي؟
که يې مطب دا وي چې د هر چا په غاړه کې د غلامی ځنځير پروت وي نو هغه افغان دی، او که داسې نه وي نو افغان نه دی
دا خبره هم پر ځای ده، خو بيا دې هغه افغانان نه ماتميان کيږي کوم چې خپلې غاړې د غلامی له ځنځير څخه ازادې بولي
بل دا چې د شريعت په رڼا کې د طالب دا ډول ګوزار جائز او روا ګوزار بلل شوی، په درسته نړۍ کې د آزادو علماؤ په دې اتفاق دی چې نن ورځ د طالب ګوزار يو روا ګوزار دی، ځکه د طالب ګوزار د غزا ګوزار بلل شوی، او څوک چې د غزا په ترسره کيدو ماتم کوي مطلب يې دا ده چې دا خلک غزا ته بد وايي او څوک چې غزا ته بد وايي همدا کفر يې بس دی
جهاد او غزا دواړه په قرآن ثابت دي، او څوک چې د قرآن له يوه حرف منکر شي يا يې بد وبولي د علماء په اتفاق په کفر کې شک نشته
سبا ورځ که له غربه راغلي شراب خواره او بې ضميره ماتم کوي سل وارې دې وکړي، خو نورو عامو غيرتي او باضميره افغانانو ته پکار دي چې په دې عمل کې ګډون ورسره ونکړي
خپلې ورځنی چارې بايد د معمول مطابق وانې وساتي او په همدې شرم کې بايد ګډون ورسره ونکړي، هسې نه چې په ځان خبر نه وي او له ايمان څخه ځانونه خلاص کړي



