د کالیفورنیا بريدګر پاکستاني الاصله امريکايي ښودل شوي دي

امریکا (کابل ټکی کام : جمعه، ليندۍ ۱۳ مه ۱۳۹۴ ل)
د کالیفورنیا ایالت هغو بريدګرو هويت معلوم کړی، چې د تېرې چهارشنبې په ورځ يې ددغه ایالت د معلولینو په یوه مرکز باندې يې بريد تر سره کړی وه .
دغه بريد چې شاوخوا ۱۴ تنه په کې مړه او ۱۷ تنه نوريې ټپیان شوي وه د هويت په اړه يې ويل شوي دي، چې د ښځينه بريدګرې ويزه له پاکستان څخه ترلاسه شوې ده .
په لومړيو کې بريد ګر درې تنه ښودل شوي وه ويل کېدل چې دوه يې په ځوابي ډزو کې وژل شوي او بل پسې پلڼې روانې دي، خو اوس څرګنده شوې چې دوه بريدګر وه او دواړه يې وژل شوي دي .
د امریکا د پلټنو فدرالي ادارې، اېف بي آی د معلوماتو په اساس ويل شوي دي چې دغه بريدګر یوتن يې ۲۸ کلن رضوان فاروق نوميږي چې پاکستاني الاصله امريکايي دی او مېرمن يې ۲۷ کلنه تشفين ملک چې پاکستان کې زږېدلې او امريکې ته په ويزه تلې ده .
بدرالدين ځواک



