نيکي هيلي: روسيه د امریکا ملګرې نه ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۱۴) په ملګرو ملتونو کې د امريکا استازې وايي، که روسيه په نړيواله کچه خپل روان سياست بدل نه کړي نو د امريکا ملګرې نه شي پاتې کېدلی.
هيلې، تېره ورځ په ويست ويرجينيا کې د خپلې وينا پر مهال وويل چې په ځينو وختونو کې دواړه هېوادونو خپلو کې ګډه همکاري کولای شي خو زياتوي که مسکو خپل روان سياست ته دوام ورکړي په ښکاره وايم چې د امریکا ملګرې نه ده.
د امريکا استازې هيلې، نيوکه وکړه چې روسيه په سوريه کې او په ملګرو ملتونو کې د بشارالاسد د ظالم رژيم ملاتړ کوي او د هغه هېواد پر وګړو ظلمونه کوي.
هغې دغه راز وويل، چې د ايران ملګرتيا لا ټينګه کړې او په دې هڅه کې ده چې د اټمي پروګرام له پلټنو او څېړنو يې بچ وساتي.
د هغې په وينا، روسيې د کرېميا خاوره اشغال کړې، د اوکراين خاوره يې تر خپل تسلط لاندې ساتلې، په وينزويلا کې د فاسد حکومت ملاتړ او د امريکا په ولسمشريزو ټاکنو کې يې هم لاس وهنه کړې ده.
د يادونې ده، چې د امريکا د خزانې وزارت د ۱۱۴ هغو روسي چارواکو، ميليونرانو او لوړپوړو چارواکو نومونه خپاره کړل چې په وينا يې د روسيې د ولسمشر ولاديميرپوتين سره د نېږدې اړيکو په لرلو يې پانګه غونډه کړې ده.



