پاکستانی پلاوی کابل ته راورسېد

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۱۴) د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د مرستيالې تهمينه جنجوعه په مشرۍ د دغې هېواد يو پلاوی نن لس بجې کابل ته راورسېد.

تر دې مخکې د افغانستان د ملي امنيت رئيس معصوم ستانکزی او د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک پاکستان ته ورغلي و او د هغه هېواد له لوړ رتبه چارواکو سره يې د وروستي امنيتي وضعيت په اړه خبرې اترې وکړې.

تېره ورځ د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې وويل، چې په دغې پلاوي کې به د پاکستان ملکي او پوځي چارواکي هم شامل وي.

ټاکل شوې ده، چې له نوموړي پلاوي سره به د افغان حکومت له لوري د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال حکمت خليل کرزی ملاقات وکړي او د سيمې د امنيتي وضعيت، ترهګرۍ سره پر مبارزې او وروستيو امنيتي پېښو په تړاو خبرې وکړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، دغه سفر له افغان حکومت سره د پخوانيو ګډو توافقنانو په لړ کې ترسره کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ ولسمشر غني په خپله تلويزيوني وينا کې پر پاکستان تورې پور کړ، چې د طالبانو اصلي مرکزونه په هغه هېواد کې دي او له پاکستانه يې د طالبانو پرضد د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.

تر دې مخکې هم ځينو افغان او امريکايي چارواکو پر پاکستان د طالبانو د ملاتړ او هغوی ته د پناه ځايونو برابرولو تورونه پوري کړي، خو پاکستان وخت په وخت دغه تورونه رد کړي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند محمد فيصل د ولسمشر غني د څرګندونو په غبرګون کې په افغانستان کې د روانې نا امنۍ مسئوليت پر پاکستان اچول ناسم وبلل او د هېواد په اړه د سيګار راپور ته په اشاره يې وويل، چې د افغانستان څلوېښت سلنه خاوره د وسله والو طالبانو تر حاکميت لاندې ده او له هغه ځايه خپل بريدونه تنظيموي او پراخ پوځي فعاليت لري.

دغه راز نوموړي، په پاکستان کې د طالبانو او حقاني شبکې شتون او فعاليت په کلکه رد کړ او په وينا يې په دې اړه به پاکستانی پلاوی افغان حکومت ته ځواب ووايي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button