د کړکيچ نړيواله ډله: روان کال کې به د افغانستان امنيتي وضعيت لاپسې خراب شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۱۴) د کړکيچ نړيوالې ډلې په تازه خپاره کړي راپور کې ويلي، چې په روان ۲۰۱۸ميلادي کال کې به د افغانستان امنيتي وضعيت لاپسې خراب شي.
په راپور کې راغلي، د امریکا په نوې تګلاره کې د سولې پر ځای پوځي فشارونو ته لومړيتوب ورکول شوی او له طالبانو سره د سياسي جوړجاړي هڅې بې خونده شوي، چې دغه چاره به د افغانستان پر امنيتي وضعيت ژور اغېز وکړي او لا به يې پسې کړکيچن کړي.
د کړکيچ نړیوالې ډلې د راپور پر اساس، افغانستان د هغو لسو هېوادونو په ليست کې دی چې له امنيتي ګواښ سره مخ کېدونکی دی او امنيتي وضعيت پکې د لا زياتېدو په حال کې دی.
راپور زياتوي، تېر کال طالبانو د بهرنيو او دولتي ځواکونو پرضد خپلو عملياتو ته زور ورکړ چې پرضد يې د هغوی له لوري شپني عمليات او هوايي بريدونه زيات شول، په ترڅ کې يې ډیری ملکيانو ته مرګ ژوبله واوښته او امنيتي وضعيت مخ پر خرابېدو شو.
يادې ډلې په خپل راپور کې د امریکا جنګي ستراتيژي او روان امنيتي وضعيت د افغانانو په ګټه نه بولي زياتوي چې ډېر زيان يې د افغانستان عام ولس ته اوړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وروستيو څرګندونو کې پر جګړې ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې وروسته له دې به له طالبانو سره سوله ونه کړي، خو په عين حال کې د امریکا د دفاع وزارت وايي، په افغانستان د جنګي فصل له پیل سره ښايي د امریکايي ځواکونو تلفات هم زیات شي.



