د جنګي مجرمينو لپاره دوه نور زندانونه

سرليکنه
د جرمونو نړيوالې محکمې اعلان کړى چې په افغانستان کې ورته د جنګي مجرمينو د جناياتو کوم اسناد سپارل شوي، د هغې د ارزونې لپاره اقدامات کوي څو په افغانستان کې جنګي مجرمينو ته د نړيوال قانون له مخې سزا ورکړل شي.
د جنګي جرمونو نړيوالې محکمې ويلي، د محکمې قاضيانو یې پرېکړه کړې چې د پلټنې په صورت کې به په افغانستان کې د جنګي مجرمينو جرمونه رابرسيره شي.
که څه هم په افغانستان کې چې د کومو جنګي مجرمينو په اړه د جرمونو نړيوالې محکمې ته د چا د ظلم او وحشت شکايتونه شوي دي، د هغې څو چنده جرمونه شوي دي. امکان لري، څومره اسناد چې يادې محکې ته سپارل شوي دي تر هغې لس چنده ظلمونه پرې ثابت شي.
دا مهال په افغانستان کې د ولاياتو په مرکزونو او په کابل کې د توقيف خونې په شمول، چې اوس یې د لوی زندان شکل اختيار کړی، د څرخي پله او باګرام زندانونه لوی زندانونه دي. تر جنايي جرمونو زيات پکې حکومت سياسي بنديان د خپلې خاورې، دين ملت او ملي ارزښـتونود دفاع په جرم نيولي چې په دې سره یې له بهرنيانو خپله هراړخيزه دفاع کړې او تر نامعلومې مودې پورې زندانيان دي.
که د جنګي جرمونو نړيواله محکمه په رښتيا سره د ورسپارل شویو اسنادو په بنياد اقدامات وکړي، په موجوده حکومت کې د کمونستي رژيم د بقاياوو، پر بې ګناه ولسي وګړو د بمبارکونکو، د شپنيو ړندو عملياتو غلامانو پوځيانو او په يوه او بل نامه د جګړو په دوران کې د بې ګناه افغانانو وژونکو د جرمونو څېړنه وشي، بيا خوموجوده زندانونه بسيا نه کوي؛ بايد د څرخي پله او باګرام په څېر دوه نور زندانه هم جوړ او له مجرمينو ډک شي.
که د جرمونو د څېړنو نړيواله محکمه د جنګي مجرمينو د څېړنو تر څنګ، د محکمې د قاضيانو په وينا، د جنسي تېريو موضوع هم په څېړنو کې شريکه کړي، بيا خو درېم زندان ته هم اړتيا ده، ځکه دا مهال د هېواد په پوځي مرکزونو کې هغه څه کېږي چې که محکمه یې څېړنې وکړي، د جنګي جرمونو برابر به یې شمېر زيات شي.
په افغانستان کې لومړی بايد کمونستان، چې په افغانستان کې یې د وينو بهولو بنسټ ايښى، بهرني پوځي مشران او بيا د جرمونو عاملين پوځونه په جنګي مجرمينو کې وشمېرل شي او سزا ورته ورکړل شي. ځکه په هېواد کې یې تر ټولو زيات په بمباريو کې افغان بې دفاع ولسي وګړي شهيدان کړي دي.
په افغانستان کې د کمونستي رژيم له پیله تر وروستي کمونستي غلام نجيبه پورې ټول د کمونستي رژيم په وينا کدري او سازماني غړي یې بايد په جنګي مجرمينو کې حساب شي. همدا ډول د قدرت لېونيانو، تش په نامه يو شمېر د جهاد په دوره کې جنګي مجرمين، چې په لکونو ميندې یې بورې کړې، بچي یې وريتيمان کړي، د سپين څادر په سيوري کې یې په پوره بې رحمۍ سره ولسي وګړي شهيدان کړي او اوس هم په يوه او بل نامه زموږ بې ګناه او د خپلې خاورې او ناموس دفاع کوونکي شهيدانوي، دې ټولو ته بايد په جنګي مجرمينو کې له شمېرنې وروسته د جرم مطابق سزا ورکړل شي.
د جنګي جرمونو نړيواله محکمه بايد يواځې د جرمونو د پلټنو شعار په خوله کښته پورته نه کړي، بلکې په افغانستان کې عملي قدم پورته کړي. که رښتينې پلټنه وشي، دومره جنګي مجرمين به راڅرګند شي چې دوه نور زندانونه به هم پرې ډک شي.



