تاجکستان هیواد نږدې ۲ زره جوماتونه تړلي دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۱۷ فرید افغان)

راپورونه وایي چې د تاجکستان هیواد د اسلامي مقدساتو د محدودولو په لړۍ کې داځل نږدې ۲۰۰۰ جوماتونه تړلي او هغوی ته په ورتګ یې بندیز لګولی دی.
د تاجکستان د دیني کمیټې مسؤل سلیمان دولت زاده رسنیو ته ویلي چې په ټول هیواد کې یې ۱۹۳۸ جوماتونه له دې کبله تړ لي چې د حکومت له خوا یې رسمي جواز نه درلوده.

نوموړي ویلي، چې ډیری جوماتونه یې ځایي خلکو ته دکورونو په خاطر سپارلي اوځینې نور یې د میلمستونونو، د فرهنګي ځایونو او یا هم ورکشافونو ته ځانګړي کړي دي.

نوموړي د دې کار علت دا ښوودلی، چې ګواکې داجوماتونه له دولت سره رسمي نه و، او زیاتوي چې په دې لړ کې یې ۳۵ خطیبان هم له دندو ګوښه کړي دي.
تاجکستان هیواد په دې وروستیو کې خپلې اسلام ضده کړنې پراخې کړې، چې په دې بهیر کې یې تیر کال د میرمنو په حجاب او د سړیو په ګیره پریښودلو هم بندیزونه ولګول.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button