د زابل خلک خپلې قضيې په طالبانو حلوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۱۷) د زابل ولايت ډيری اوسېدونکي خپلې قضيې او ستونزې په حکومت کې د فساد او قضايي ادارو د نه شتون له امله په طالبانو حلوي.
د زابل اوسېدونکو او ولايتي شورا شمشاد ته ويلي، چې د دغې ولايت په زياته سيمه د حکومت د حاکميت د لاسه ورکولو له کبله قضايي او عدلي ارګانونه غير فعاله شوي او اوس مهال د ډيری ولسواليو خلک خپلې ستونزې او قضيې طالبانو ته د حل کولو لپاره وړاندې کوي.
د سرچينې په وينا، په ډيری سيمو کې عدلي او قضايي ادارې شتون نه لري، خو په لږ شمېر سيمو کې چې شته هغه هم له فساده ډکې دي.
يواځې دا نه چې د طالبانو د حاکميت لاندې سيمو خلک خپلې قضيې طالبانو ته راجع کوي، بلکې د هغو سيمو خلک هم خپلې ستونزې طالبانو ته وړي چې د حکومت تر واکمنۍ لاندې دي.
د سيمې اوسېدونکي وايي، چې د طالبانو قضايي او عدلي محاکمو کې فساد نشته، کار يې ګړندی او فيصله کوونکی وي.
په عين حال کې د زابل والي خيال محمد حسيني په دې برخه کې د خلکو نيوکې پرځای بولي او زياتوي چې د حل په موخه به يې اقدام وکړي.
دا به لومړی ولايت نه وي، چې د ولايت ډیری خلک يې خپلې ستونزې او حقوقي دعوې پر طالبانو حلوي، بلکې تر دې مخکې هم د هېواد له بېلابېلو برخو راپورونه ورکول شوي چې د ډيری ولايتونو له اويا زيات سلنه اوسېدونکي خپلې قضيې طالبانو ته وړاندې کوي، ځکه چې د دوی په باور د طالبانو فيصلې قاطع کوونکې او د شريعت په چوکاټ کې ترسره کېږي.



