افغانستان په لومړۍ شل اوريزه کې زمبابوی ته ماتې ورکړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۱۷) د افغانستان او زمبابوی تر منځ د شل اوريزو او پنځوس اوريزو سياليو په لومړۍ لوبه کې زمبابوی ته ماتې ورکړه.
د لوبې پچه افغانستان ته وګټله خو زمبابوی ته يې د توپ وهنې چانس ورکړ.
زمبابوی په ټاکلو شلو اورنو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو افغانستان ته د ۱۲۰ منډو هدف وټاکه، خو افغان لوبغاړو ټاکلی هدف د پنځو لوبغاړو په سوځېدو په شپاړلس اورونو کې پوره او د افغانستان په ګټه پای ته ورسېده.
په دغې لوبه کې تر ټولو زياتې څلوېښت منډې محمد نبي عيسی خېل جوړې کړې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
د افغانستان او زمبابوی تر منځ د کرکټ دوهمه شل اوريزه لوبه نن شپه د افغانستان پر وخت اووه نيمې بجې پېلېږي.
د شل اوريزو لوبو له پای ته رسېدو وروسته د دواړو هېوادونو د کرکټ لوبډلو تر منځ د روانې مياشتې په نهمه نېټه د پنځوس اوريزو يوه ورځنۍ سياليو لړۍ پيلېږي.



