افغانستان ته د ترکمنستان هیواد واردیدونکې بریښنا قیمتونه دوه برابره پورته شول

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۱۷ فرید افغان)

ترکمنستان هیواد ویلي چې افغانستان ته د لیږدونکې بریښنا نرخ یې لوړکړی او نور نه شي کولی په پخوانۍ بیه بریښنا صادره کړې.
که څه هم دې هیواد یوه میاشت وړاندې پر افغانستان خپله بریښنا پریکړې وه او اعلان یې کړی و چې د دوه برابره لګښتونو په ورکولو سره بریښنا پریږدي کنه نو په پخوانۍ بیه حاضر نه دي ترڅو دې افغانستان ته بریشنا ولیږدوي ، خو د افغانستان څخه د ورغلي پلاوي په غوښتنه یې پخوانۍ بیه چې په هر کیلو واټ ۲ سینټه دالر و، تر یوې میاشتې وغځوله .
دبریښنا شرکت ویلي چې ترکمنستان ورسره تر یوه کال پورې د هر کیلو واټ پرسر ۴ سینټ دالر چې ۳ افغانۍ کیږي د بریښنا د تمدید ژمنه کړې او ښایي کال وروسته دا نرخ نور هم لوړ شي.

د یادونې وړ ده چې د دې هیواد له بریښنا څخه د هرات، فاریاب سرپل او جوزجان ولایتونو اوسیدونکي ګټه اخلي.
.
افغانستان ته له ترکمنستان څخه ۱۵۲ میګاواټه بریښنا واردیږي چې ۵۲ میګاواټه یې هرات ۵۰ فاریاب او پاتې برخه یې جوزجان او سرپل ته توزیع شوې.
د ملي شورا غړي او عام ولس له حکومت غواړي چې پر خپلو بندونو دې پانګونه وکړي ترڅو د نورو له احتیاج خلاص شي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button