ننګرها: ګډو ځواکونو په يوې ديني مدرسې عمليات کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۱۷) د ننګرهار ولايت د شيرزادو ولسوالۍ مربوط د شنډي توت په سيمه کې ګډو ځواکونو په يوې مدرسې عمليات کړي، چې زياته برخه يې نړولې او د مدرسې زده کوونکي يې وهلي دي.

د يادې سیمې يوه اوسېدونکي محمد عمران کابل ټکی کام ته وويل، تېره شپه افغان او امريکايي ځواکونو د شيخ محمدعالم سيمه ييز ديني عالم په مدرسه عمليات وکړل، په ترڅ کې يې د مدرسې دروازې په بمونو نړولي، د مسجد د ټولو ښيښو- الماريو په ګډون ځينې کتابونه او قران مجيدونه هم په مرميو ويشتل شوي دي.

نوموړی وايي، د عملياتو پر مهال د مدرسې زده کوونکي د عسکرو له لوري وهل شوي او تن سخت ټپي شوی دی.

دا لومړی ځل نه دی، چې د ګډو ځواکونو له لوري په مدرسو چاپه اچول کېږي بلکې تر دې مخکې هم د خوږياڼيو ولسوالۍ مربوط د ټټنګ په سيمه کې په يوه مدرسه عمليات او بمبارۍ وکړې، چې د څو تنو ديني زده کوونکو د وژل کېدو سربېره پکې د مدرسې زياته برخه ويجاړه شوه.

د يادونې ده، چې څه موده مخکې د ميدان وردګ ولايت په نرخ ولسوالۍ کې هم د ګډو ځواکونو له لوري په يوه ديني مدرسه عمليات شوي و، چې پکې لسګونه ديني زده کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د ټرمپ د نوې ستراتيژۍ له اعلان وروسته، ګډو ځواکونو شپنيو چاپو کې زياتوالی راوستی چې تر ډېره پکې مدرسې، د عامو خلکو ميشت ځايونه، او ګڼ ميشتي اطرافي بازارونه په نښه کېږي او زياته مرګ ژوبله يې هم ملکيانو ته رسېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button