یکشنبه, مې 3, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

پنټاګان: سږ کال به د افغانستان جګړه ۴۵ میلیارده ډالر لګښت ولري

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
فبروري 7, 2018
کټګوریانې: افغانستان, خبرونه
0
249
ځلې شریک شوی
187
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

د امریکا د دفاع وزارت جګپوړي چارواکي، د سې شنبې په ورځ، د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټې ته ویلي چې سږ ۲۰۱۸ز کال کې به د افغانستان جګړه ۴۵ میلیارده ډالر لګښت ولري.

د اسیا او پاسیفیک په امنیتي چارو کې د امریکا د دفاع وزارت مرستیال، رنډال شریور، وايي، په ۴۵ میلیارده ډالرو کې ۱۳ میلیارده ډالر په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو لپاره، ۵ میلیارده د افغان ځواکونو لپاره، ۷۸۰ میلیونه د اقتصادي مرستې لپاره او پاتې نور د لوژستیکي اکمالاتو لپاره ځانګړي شوي دي.

دا هم ولولئ

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

په افغانستان کې د امریکا د جګړې سږني لګښتونه د ۲۰۱۰ز او ۲۰۱۲ کال تر لګښتونو زیات کم دي. په هغو کلونو کې، نږدې ۱۰۰ زره امریکايي سرتېري په افغانستان کې مېشت وو چې کلنی لګښت یې تر ۱۰۰ میلیارده ډالرو زیات و.

د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو  د کمېټې په همدې غونډه کې، سناتورانو د افغانستان د جګړې پر لوړو لګښتونو نیوکه وکړه.

د کنټاکي ایالت جمهوري غوښتونکي سناتور، رانډ پاول، په افغانستان کې د امریکا پر لوړو لګښتونو باندې په نیوکې سره وویل چې میلیاردونه ډالر په افغانستان کې ولګول شول، خو افغانان اوس هم پخپله د ځان دفاع نشي کولای.  د نوموړي اشاره افغان ځواکونو ته وه چې له میلیاردونو ډالرو مرستو سره سره بیا هم، له طالبانو سره د جګړې جوګه نه دي.

امریکا د افغان ځواکونو پر وسلو او تجهیزاتو ۷۶ میلیارده ډالر لګولي

اشرف غني: که د امریکا ملاتړ نه وي، افغان پوځ ۶ میاشتې هم مقاومت نه شي کولای

په دې غونډه کې ډموکراټ سناتور، ایډ مارکي، وویل، ”د دې پر ځای چې دا پیسې په افغانستان کې پر جګړه ولګول شي، باید په امریکا کې دننه د هغو کسانو درملنه پرې وشي چې نشه یي توکي کاروي.“

یوه بل سناتور، جیف میرکلي، هم په افغانستان کې د فساد زیاتوالي، د حکومت او امنیتي ځواکونو ناکاري ته اشاره وکړه. نوموړي د ډونلډ ټرمپ او د امریکا نوې سټراټیژۍ ته په اشاره کولو سره ویلي چې د زور په کارولو طالبان د خبرو مېز ته راوستل امکان نه لري. میرکلي همداراز پوښتنه وکړه، ”طالبان ولې باید په داسې حال کې یو سیاسي توافق ومني چې له ۲۰۰۱ز کال راهیسې تر هر وخت زیاتې سیمې په کنټرول کې لري؟“

طالبان د افغان ځواکونو په وسلو جګړه کوي

د امریکا په تاریخ کې په تر ټولو اوږده جګړه کې، چې ۱۶ کاله وروسته یې هم پای نه معلومېږي، تر یو ټریلیون زیات امریکايي ډالر مصرف شوي دي.

لوی ټکي: افغانستانامریکاپنټاګانجګړهطالبان
مخکینې مطلب

د کلیوالي مکاتبو فارغانو د انتخاب ستونزې

بل مطلب

دسولې په نوم چل ـ ول روان دی

ځانګړي مطالب

خبرونه

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
خبرونه

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
افغانستان

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
خبرونه

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
خبرونه

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com