هلمند: د سنګوري اربکيانو درې پوستې طالبانو نيولي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۲۱) حکومتي سرچينې وايي، د هلمد ولايت په ناوې ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري د سنګوري اربکيانو په پوستو بريدونه شوي، په ترڅ کې يې شپږ تنه وژل شوي او اته تنه نور ټپيان دي.
د ناوې ولسوالۍ امنيه قومندان امان الله پژواک ته د طالبانو د بريدونو د تاييد تر څنګ ويلي، چې په بريد کې څوارلس سنګوري اربکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
له بله پلوه د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکلي، چې دغه بريدونه د دوی د ګرځنده وسله والو ګروپونو له لوري ترسره شوي، چې په پايله کې يې درې پوستې نيول شوي او پنځلس سنګوري اربکيان وژل شوي دي.
طالب وياند زياتوي، د وژل شويو اربکيانو جسدونه د جګړې په ډګر پاته دي او ځينو نورو له پوستو تېښته کړې ده.
د هغه په وينا، په پوستو کې ولاړ دوه موټر، دوه موټرسايکل د طالبانو له لوري سوځول شوی او په زياته اندازه سپکې او درنې وسلې، پوځي توکي او جنګي مهمات د طالبانو لاسته لوېدلي دي.
سنګوريان په هلمند کې اپراتيفي ځواک دی چې خپل ځانونه يې د طالبانو په شکل برابر کړي او په سيمه کې د هغوی پرضد جګړې کوي.
وخت ناوخت طالبان د اربکيانو په پوستو بريدونه کوي چې ډېر کله پکې هغوی ته مرګ ژوبله اوړي خو د حکومتي پاليسۍ له مخې امنیتي ادارې په بېلابېلو ولايتونو کې د سيمه ييزو پوليسو، اربکيانو او يا سنګوريانو د وژل کېدو او هغوی ته د تلفاتو اوښتو په اړه رسنيو ته معلومات نه ورکوي.


