لوړپوړی جمهوري پال سناتور: امریکا په افغانستان کې د نور پوځي حضور حق نه لري
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۲۱ فرید افغان)
د ټرمپ د جمهوري پال ګوند لوړپوړي استازي رندپال په خپله اوږده مقاله کې لیکلي؛ د امریکا ټولې پلمې ختمې شوې، غوښتنې یې پوره شوې، نور نو حق نه لري چې افغانستان کې خپل پوځي حضور ولري.
نوموړي ویلي؛ د امریکا د بریا ورځ هغه ده کله چې د امپراطوریو د ماتیدلو له ځایه خپلې لښکرې سالمې را وباسي.
پال زیاته کړې؛ موږ باید وړاندې هلته خپل پوځي حضور ته دپای ټکی ایښی وای، ځکه هلته د سپټمبر د ۱۱ تورن خلک چې اسامه او غړي یې و، له منځه یوړل شوي او همداراز طالبان هم ضعیف شوي و.
د نوموړي په وینا امریکا چې څومره جګړه اوګدوي، په هغه شمیر مخالف مقاومت هم ورسره زور اخلي
نوموړي د ټرمپ هغه فرمان ته په اشارې سره، چې ګواکې د پوځي بریا لوی مراسم به ترسرکوي، ویلي؛ امریکایي مشران چې د سنا له اجازې پرته په افغانستان کې د پوځ رول زیاتول غواړي باید دداسې مراسمو په ترسره کولو د شرم احساس وکړي، ځکه چې په وینا یې امریکایان په افغانستان کې له اورونو سره لوبیږي او دوی د هغو پوځیانو په نشتون کې داسې مراسمو ته زړه ښه کوي.
رندپال ټینګار کړی چې امریکا دې لومړی له افغانستان څخه خپل سرتېري وباسي، او بیا دې د بریا نظامي مراسم تر سره کړي


