د لوبیا ګټې اوپه اړه یې معلومات

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۲۱ فرید افغان)

لوبیا د نړۍ په سطحه پیژندل شوې خوراکي دانې دي چې تقریباد هر انسان د خوښې وړ خوراک ده.
د لوبیا دانه په ۱۵۳۳ کال کې د مکسیکو په هیواد کې پیدا او د «ایاکوک» په نوم ونومول شوه چې وروسته اروپا ته او بیا د نړۍ ټولو برخو ته ورسیده.
لوبیا په خپل ترکیب کې ۲۲ سلنه پروتین لري او ۶۲ سلنه د (کربوهیدرات) په نامه نشایسته قند لري.
پر دې سربیره ۲ سلنه کلسیم هم له ځانه سره لري، ساینسپوهان وایي د ډیرو پروتینو له امله دا یوه قوي ترینه غذا ده او د بیوزله کورنیو لپاره د غوښې ځای نیسي.
په تازه لوبیا کې ګڼ ویټامینونه شتون لري چې له ډلې یې ویټامین بي، سي او ډي د یادولو دي.
لوبیا د روماتیزم، د وینې لوړ فشار او نورو ناروغیو لپاره مفید خوراک دي. خو که څوک په شکرې ناروغۍ اخته وي د لوبیا له خوراک دې ډډه وکړي .
هغه کسان چې چاغ وي یا یې وزن زیات وي باید لوبیا استعمال کړي ځکه چې لوبیا دانسان د وزن په کمولو کښې مرسته کوي .
روغتیا پوهان وایي؛ چې هره ورځ خوړو کې د لوبیا په شاملولو سره دانسان د بدن اضافي چربي ختمیدلای شي.

دا چې د لوبیا ډولونه کوم دي او کوم یو ډول یې ډیره ګټوره ده دا به بل ځل تشریح کړو

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button