کابل: د شهزاده سرای صرافان له څلور ورځني کار بندیز وروسته نن اعتصاب ماتوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۲۲ فرید افغان)

د کابل د شهزاده سرای د صرافانو ټولنه وایي چې د افغانستان بانک یې ټولې غوښتنې منلې او نن به په کار پیل وکړي.

د افغانستان بانک صرافیو ته ۲۰۰ مادې د کار د څرنګوالي، او نورو اړینو لارو چارو په اړه سپارلې وې، چې یواځې ۲۲ یې صرافانو ته د منلو نه وې او له همدې کبله یې کاربندیز هم ۴ ورځو ته وغځاوو.
د اسعارو د تبادلې د بیې راپور، له یو میلیون افغانیو د زیاتو پیسو په اړه مرکزي بانک ته راپور ورکول، د بهرنیانو لپاره د ۵۰۰ سوه زره افغانیو ضمانت، د مرکزي بانک له لوري د صرافانو جواز لغوه کول، ، د پیسو اخیستونکي پېژندنه او له همداراز په لویو ښارونو کې د صرافیو لپاره د نویو جوازونو ورکول، له ۵ زرو څه پورته د پیسو د راکړې ورکړې په اړه مرکزي بانک ته راپور ورکول او هغه کس ته د صرافانو ټولنې د ریاست سپارل چې د صرافي قانوني جواز ولري او ځینې نورې مادې وې.

د صرافانو د ټولنې مرستیال رئیس حاجي دادګل حضرت زي په خپله فسبوک پاڼه لیکلي؛ له نیکه مرغه ټولې غوښتنې مو ومنل شوې او ټولې جنجالي ۲۲ مادې لرط شوې چې په وینا یې نن یک شنبه ۹ بجې به ټولې صرافیانې د خلکو پر مخ پرانیستل شي.
تیره ورځ د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش له صرافانو غوښتي و چې خپل کاري اعتصاب ته دپای ټکی کیږدي ددې ټولنې مشر میر افغان صافي وویل؛ موږ د ۲۰۰ مادو له ډلې یواځې له ۲۲ مادو سره مشکل لرو،هغه هم منو خو په هیواد کې نا امني اقتصادي او اجتماعي ستونزې دا شرایط نه ایجابوي.
د تیرې پنجشنبې په ورځ اجرایه رئیس هم د صرافانو له ټولنې سره کتلي و او د هغوی کاربندیز یې د هغوی مدني حق بللی و.
د یادونې وړ ده چې د شهزاده سرای د صرافانو کاربندیز په کابل ښار کې پر بیو هم اثر کړی دی او د افغانیو په ارزښت یې هم ناوړه اغیز کړی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button