بمبارونه به طالبان لا زیات کړي
دروانې جګړې اړؤند حتی امریکایان په دؤو برخو وېشل شوي دي

نعمان لطیف
دروانې جګړې اړؤند حتی امریکایان په دؤو برخو وېشل شوي دي
یوه ډله جګړه غځؤل غواړي او بله ډله جګړه درؤل غواړي؛ دجګړې غځؤنکي له ولسي خولو دځان کاږلو لپاره دجګړې دلا سختؤلو په خبرو ځکه شخؤند وهي چې خپلو ولسونو ته غېل ورکړي چې ګواکې تر دې دمه موږ دطالبانو خلاف سخته جګړه نه ده کړې.
زموږ هېواد دیرغلګرو سره دجګړو اوږده مخینه لري، اما هیڅ یوه نه دومره زیات بې رحمانه قتلِ عام کړی دی، او نه یې دومره وحشیانه بمونو او مرمۍ ورؤلي دي لکه څومره چې امریکایي یرغلګرو وکړ او لا لګیا دي کوي یې؛ امریکایانو په جګړه کې له ټولو بین المللي قوانینو او حقوقو سرغړاؤی کړی او تمام اسلامي او افغاني ارزښتونه یې پامال کړي دي، خو لله الحمد نه مقاؤمتګر له زوره لوېدلي، نه یې ځواک کم شوی دی، نه یې مورال بایللی دی.
یرغلګرو ځواکونو ته باید څرګندؤي چې څومره بمبارونه او دړندو مرمیو وورؤل زیاتېږي هومره ورسره مقاؤمتګر زیاتېږي او جګړه سختېږي
بالفرض که په بمبار کې طالب شهید هم شي نو د یوه طالب سره دری او څلور ولسي خلک هم په شهادت رسېږي او کورونه یې ړنګېږي؛ افغانان یوه ځانګړنه لري او هغه دا چې هیچاته خپل غچ نه پرېږدي، طبعي ده چې په امریکایي بمبار کې دشهید شویو اولادونه او کورنۍ به له امریکایانو او له لاسپوڅو یې خپل غچ اخلي.
همدا اوس چې دا توري لیکم یو وسلوال طالب راته کیسه وکړه؛ وایي د ولسوالۍ په بازار کې مې دوکان درلود، دسیمئیزو اربکیانو غیر انساني او ظالمانه تعامل اړ کړم چې ټوپک پر اوږه کړم.
امریکایان وایي پس له دې به په طالبانو دبمونو باران وکړو؛ داسې خبرې په جګړه کې تر ټوکو هاخوا هیڅ مانا نلري.
دلته امریکایانو خپل ټول زور وواهه او هر هغه څه چې په وس، او واک کې یې درلودل وازمویل. ودونه یې بمبار کړه، ان جنازې یې بمبار کړې، او ودان کورونه یې کنډواله کړه
دلوبو ډګرونه یې ووېشتل، مسجدونه او مدارس یې ړنګ کړه او دمدارسو کوچني طالبان یې په وینو ولمبؤل؛ تر دې هاخوا جګړه او دبمونو باران څنګه وي؟
په هر کلي کې په وحشیانه شپنیو چاپو کې په ډلئیزه توګه، تر پنځلسو، شلو او دېرشو طالبان او عوام په کراتو شهیدان شوي دي، او تر هر بمبار وروسته په هغه ځای کې طالبان زیات شوي دي
طالبان څه له اسمانه نه را ښکته کېږي، د همدې ولس بچیان دي او تر هر بمبار را وروسته یې پلویان زیاتېږي.
مقصد دا چې بېرحمانه بمبارۍ او مظالم د افغان ځلمیانو روحیات نشي ځپلی، بر عکس ارادې او حوصلې یې لا قوي کوي او دظلم او ظالمانو خلاف ټوپکونه پورته کوي
د روانې جګړې په اړه د ډېری امریکایانو، او پوځي چارو د څارونکو پر اند، افغان جګړه کې امریکایان مات دي، او غوره دا ده چې امریکایان نور له دې وژونکې او بې معنا جګړې تېر شي، خو له بده مرغه چې بدمرغه او احمق ټرمپ، لا هم پر خپل حماقت ولاړ دی خو موږ دخپل رب په وعدو باؤري یو، او کاملاً مطمئن یو چې د امریکایانو جاهلانه پرېکړې طالبان ختمؤلی نشي، بلکې دطالبانو قوت او مینوال به لا زیات کړي.



