ارګ وايي، نجيب ازاد يې له دندې ګوښه کړ
د نجيب ازاد څرګندونې چې ګوښه شوی که استعفا يې ورکړې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۲۵) د افغان ولسمشر غني د وياند مرستيال د اوږدې غير حاضرۍ له کبله له دندې شړل شوی دی.
د ولسشمر د وياند مرستيال شاه حسين مرتضوي رسنيو ته ويلي، چې نوموړی د ډېرې غير حاضرې له کبله له دندې ګوښه شوی او له دې وروسته د حکومت له ادرسه له رسنيو سره خبرې وکړي.
په عين حال کې نجيب الله ازاد هم په خپله رسمي فسبوک پاڼه په ژوندۍ ويډيو خپرونه کې خپله استعفا اعلان کړه او په خپل خبرو کې يې وويل: د ولسمشر شاوخوا ځينې کړۍ شته چې ده ته يې ستونزې جوړولی او دی يې استعفا کولو ته اړ کړ.
نوموړي که څه هم د چا نوم وانخيست خو زياته يې کړه چې “د ولسمشر څنګ کې داسې کسان راټول شوي چې خپله هيڅ وړتيا او استعداد نه لري او هر هغه شخص چې استعداد لري او غواړي خپلو خلکو ته خدمت وکړي، دوی منزوي کوي، څنګ ته کوي او کاري دايره پرې تنګوي، يواځې د دې لپاره چې اوبه خړې کړي او په هغې کې ماهيان ونيسي”.
نوموړي دغه راز وويل، چې يوه مياشت مخکې يې ولسمشر ته خپله استعفا استولې خو تر ولسمشر غني نه ده رسېدلې او زياتوي “د استعفا د نه رسېدو عمده دليل دا دی چې ما له ولسمشر څخه په دغې استعفا کې غوښتي چې زما او د وياند د رياست د معاونينو، د مطبوعاتو رياست د مشرتابه، او په کل کې د جمهوري رياست د رسنيو له مسوول څخه دې امتحان واخيستل شي”.
نوموړی وايي، هغه کاپي لري چې ده په څلوريشتم د جدي ولسمشر ته استولې وه، خو د يادو جملو له امله هغه ته نه ده رسېدلې.
نوموړي دغه راز، د ولسمشرۍ ماڼې په مطبوعاتي برخه کې نورې ډېرې نيمګړتياوې په ګوته کړي دي.
نجيب الله ازاد د تېر ۲۰۱۷م کال په می مياشت کې پر دغې دنده ګمار شوی و.
اوس مهال د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند شاه حسين مرتضوي دی، د مرتضوي په اړه ويل کېږي چې د هېواد په ملي ژبه پښتو نه پوهېږي.
په داسې حال کې چې اوس مهال د هر وياند لپاره د پښتو سربيره دري او نګليسي ژبه باندې پوهېدل اړين دي.



