سټولټنبرګ: افغانستان کې به د ناټو ځواکونو شمېر شپاړلس زرو ته لوړ شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۲۵) د ناټو عمومي منشي ینس ټولټنبرګ وايي، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو شمېر لوړوي.

ويل کېږي، په کابل او ځينو نورو ولایتونو کې له وروستيو بريدونو وروسته او د افغانستان امنيتي وضعيت ته په کتو د ناټو غړو هېوادونو دفاع وزيران په بروکسل کې يوه بله غونډه کوي.

خو د دغې غونډې له جوړېدو مخکې ینس سټولټنبرګ په افغانستان کې د ناټو ځواکونو په ډېرولو ټينګار کړی او ويلي يې دي، په دې هڅه کې دی چې د دغو ځواکونو شمېر شپاړلس زرو ته لوړ کړو “دا شمېره به د پخوانۍ ژمنې په پرتله چې ۱۳ زره سرتېري وو، لوړه وي”

په داسې حال کې د ناټو ځواکونو د ډېرولو خبره کېږي چې د افغانستان لپاره د ټرمپ د نوې ستراتيژۍ له اعلان وروسته امريکا هم د خپلو ځواکونو د ډېرولو اعلان وکړ.

د افغانستان او سيمې لپاره د امريکا نوې تګلاره تر ډېره جنګي بڼه لري او امريکايي چارواکي د افغانستان حل لاره په جګړه کې لټوي.

خو د چارو شنونکي په دې باور دي، چې په افغانستان کې د بهرنيو سرتيرو ډېرول به جګړه لا نوره توده او اوږده کړي، زياتوي که بهرنيان رښتيا هم غواړي چې د افغانستان ستونزه حل شي نو د خبرو او سولې لپاره دې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

ناټو اوس مهال په افغانستان کې څه باندې ديارلس زره پوځيان لري چې د دولتي ځواکونو په روزنه، سلا مشورو ورکولو سربيره په ځينو هوايي او ځمکنيو عملياتو کې هم ګډون کوي.

تېر کال د شمالي انتلانتيک سازمان د غړو هېوادونو د دفاع وزيرانو په غونډه کې د ناټو منشي ويلي و، چې د طالبانو د ماتولو لپاره به افغانستان ته درې زره نور ناټو ځواکونه واستول شي.

چې طالبانو يې هم پر وړاندې غبرګون ښودلی و او وياند يې ذبيح الله مجاهد ويلي و، چې د ناټو مشران بايد درک کړي چې طالبان مات شوي نه دي ” هغه خلک دي چې د خپلي عقيدې او هيواد څخه د دفاع لپاره يې د ناټو په مشرۍ د نړۍ نيم ميليون هغه ځواک په ګونډو کړ چې په ټولو عصري وسائلو او ټکنالوجۍ سمبال وو”

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button