(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۲۵) د تخار ولايت د مقام مخې ته د دغې ولايت د چاه آب ولسوالۍ لسګونه کسانو اعتراضيه خيمه درولې او د سيمه ييز قوماندان بشير قانت له ظلم او زور زياتي څخه سر ټکوي.
د اريانا نيوز د راپور له مخې، دا لومړی ځل نه دی چې د ليرې پرتې ولسوالۍ څخه لسګونه کسان د ولايت مقام تر دروازو راځي او د نوموړي قوماندان له بې عدالتيو او ظلم زياتي څخه شکايت کوي.
دغه اعتراض کوونکي، حکومت په بې پروايې تورنوي او زياتوي چې له تېرو درې ورځو راهيسې سيمه ييز قوماندان بشير قانت له خپلو وسله والو سره چاه آب ولسوالۍ ته ورغلی او د خلکو په ظلم او تهديد يې لاس پورې کړی دی.
تر دې مخکې هم د چاه آب اوسېدونکو د بشير قانت له ظلم او زياتي څخه شکايت کړی او لاريونونه يې کړي و. ځآيي اوسېدونکي وايي چې نوموړي په ینګي قلعه او چاه آب ولسواليو کې د عامو خلکو ځمکې غصب کړي او پر خلکو له هيڅ ډول زياتي هم درېغ نه کوي.
له بله پلوه، له فرخار ولسوالۍ څخه د يوې کورنۍ غړي د ولايت مقام ته راغلي او ادعا کوي چې دوه مياشتې مخکې يې د کورنۍ دوه غړي د يوه سيمه ييز وسله وال له لوري وژل شوي او قاتل يې په فرخار ولسوالۍ کې ازادانه تګ راتګ کوي.
په عين حال کې د تخار والي فضل الله مجددي، په چاه آب کې د وژل شوي او ټپي شويو کسانو د مجرمينو په اړه وويل چې څو تنه يې نيول شوي، خو زیاته يې کړه چې د سياسي چارواکو نيول د دوی د وس خبره نه ده او مرکزي حکومت د بشير قانت د نيولو اجازه نه ده ورکړې.
په دې اړه خپله بشير قانت له خبرو کولو ډډه کړې.
د يادونې ده، چې بشير قانت د حزب اسلامي پخوانی قوماندان دی او تر دې مخکې يې هم په چاه آب کې د جمعيت ګوند له وسله والو سره نښتې کړي او دواړو غاړو ته ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي.


















