تبصره
په افغانستان کې له تېرو ۱۷ کالو راهیسې د امریکا په نوښت جګړه روانه ده. د جګړې ټول اسباب امریکا تیار کړي دي؛ پوځ د امریکا، توپونه او ټانکونه د امریکا، سپکې او درنې وسلې د امریکا، پوځي لګښت د امریکا، د جګړې پالیسي د امریکا، د جګړې قومانده د امریکا، د شپنیو عملیاتو او هوايي بمبار اختیار د امریکا، او په افغانستان د جګړې نړیوال سیاست په وړاندی بېول د امریکا په نوښت او واک کې… ارګ او دفاع وزارت اختیار نه لري، د امریکا قوماندې ته منتظر وي.
په تېرو ۱۷ کلونو کې، په جګړه کې د افغان ولس په بې رحمۍ سره له وژلو وروسته په کابل کې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ لخوا راغوښتل شوې امنیتې غونډه وشوه، چې پکې د پاکستان، ازبکستان او قزاقستان لویو درستیزانو هم برخه واخیسته.
په کابل کې امنیتي غونډه د امریکا په نوښت جوړه شوې وه. امریکا، چې په افغانستان کې د جګړې او امنیتي غونډو نوښتونه په غاړه لري، د جګړې په اړه پرېکنده خو د امنیت په اړه کمرنګه پالیسي پر مخ بیایي، ځکه خو د ۱۷ کلونو په تېرېدو سره په افغانستان کې جګړه ورځ په ورځ مخ په زیاتېدو ده او د سولې څرک نه لیدل کېږي.
په اصل کې، امریکا په افغانستان کې یواځې او یواځې د جګړې نوښت او قومانده پر غاړه لري.
په کابل کې د امریکایي پوځونو پخوانیو قوماندانانو او اوسني قوماندان نیکولسن، چې په یاده غونډه کې یې هم ګډون درلود، تراوسه په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت او جګړې د پای ته رسېدا په اړه رغنده پالیسي نه ده خپله کړې او نه یې د امنیت په اړه کومه پرېکنده پرېکړه کړې ده.
په افغانستان کې د امریکا په نوښت جګړو کې تل افغان ولسي وګړي وژل کيږي، خو د سولې او امنیت په نامه غونډو کې هیڅ لاسته راوړنه نه وي، هره غونډه یې بې نتیجې پای ته رسېږي.
په افغانستان کې د امریکا په نوښت جګړې ۱۷ کاله دوام وکړ او لا روانه ده. زرګونه افغانان پکې شهیدان او ژوبل شول، خو د سولې او امنیت یوه غونډه هم مثبته پایله نه لري.
د کابل په غونډه کې د پاکستان لوی درستیز قمر جاوید باجوه، د ازبکستان لوی درستیز پاول ارګشیف او د قزاقستان لوی درستیز مراد مایکیوف هم ګډون کړی و. هغوی په افغانستان کې د خپلو هېوادونو د امنیت په خاطر د امنیت غوښتونکي دي. خو دا چې دا امنیتي غونډه د امریکا د مرکزي قوماندانۍ په نوښت جوړه شوې وه، په افغانستان کې د امنیت را وستلو د پرېکړې واک او اختیار هم د امریکا له مرکزي قوماندانۍ سره ؤ او دی.
د افغانستان د سولې او امنیت په ټینګښت کې د ګاونډیو او د سیمې د هېوادونو رول مهم دی، خو د امریکا په نوښت د پیل شوې جګړې د پای ته رسېدا او خپل رول د سر ته رسولو توان نه لري. په افغانستان کې امریکا په خپل نوښت جګړه پیل کړي او هر وخت چې امریکا وغواړي په خپل نوښت به یې پاې ته رسوي.
امریکا په ۱۹۶۴ ز کال په ویتنام کې هم په خپل نوښت جګړه پیل کړې وه، پایله یې په څه تمامه شوه؟ امریکا د ۱۹۷۳ز کال د سپتمبر په میاشت کې د خپلو پوځونو په مستقیم یرغل په چیلي کې د سلوادور النده په مشرۍ جوړ نظام ړنګ کړ، وروسته یې پایله څه شوه؟
د تیرې جنوري میاشتې په پنځلسمه چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځلس کسیز پلاوی کابل ته راغلی و، هغه ځکه له افغانستانه بې نتیجی ستون شو چې د امنیت نوښت د ملګرو ملتونو نه، بلکې د امریکا په واک او اختیار کې ؤ. که د افغانستان په مسئله کې د ملګرو ملتونو نوښت وای، پنځلس کسیز پلاوی به له افغانستانه بې نتیجې نه ستنېدای.
له کوم برخلیک سره چې پخواني امریکایي دکتاتوران په خپلو جنګي نوښتونو او پالیسیو مخ شوي، په افغانستان کې دې هم ورته انتظار وباسي.

















