شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

د افغانستان د روان وضعیت په اړه طالبانو امریکایي ولس ته لیک استولی

ح جلال نشرونکی: ح جلال
فبروري 14, 2018
کټګوریانې: افغانستان, خبرونه
0
858
ځلې شریک شوی
170
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۲۵) طالبانو د اسلامي امارت له ادرس څخه د امريکا ولس، خپلواکو ادارو، غير دولتي چارواکو او کانګريس ته يو ليک استولی او هغوی يې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو راتلونکي، د هغوی تاوانونو او ناروا جګړې ته متوجه کړي دي.

طالبانو ويلي، امریکا د طالبانو متحد او مسوول حکومت په دې پلمه ونړاوه او په افغانستان يې پوځي يرغل وکړ چې موخه يې “په افغانستان کې په اصطلاح د تروریستانو له منځه وړلو سره د امنیت ټینګول، د یوه قانوني حکومت په ایجاد سره د قانون پلي کول، د نشه یې توکو له منځه وړل” دي.

دا هم ولولئ

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

طالبانو ويلي، د تېرې اوولس کلنې جګړې وروسته د امریکايي چارواکو په رسمي اعتراف (۳۵۴۶) امریکايي او نوربهرني پوځیان ووژل شول، تر ۲۰۰۰۰ زیات امریکايي سرتیري ټپيان او په لسګونو زره نور په عصبي ناروغیو اخته شول زياته کړې يې ده چې ستاسې د هېواد تريليونونه ډالره مالي لګښت شوی چې دغه جګړه د امريکا د تاريخ له پلوه خونړۍ، اوږده او له اقتصادي پلوه ملاماتونکې جګړه وبلل شوه.

خو زياتوي، په افغانستان کې د جنګي سازمانونو شتون لاپسې زيات، يو داسې حکومتي نظام حاکم شو چې په اداري او مالي فساد، د بشري حقونو په ماتولو، د ځمکو په غصب، اختلاس او د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي په برخه کې په نړيواله کچه لومړی مقام لري.

دغه راز طالبانو امريکايي ولس او دکانګريس چارواکو ته هغه راپور وړاندې کړی، چې په افغانستان د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له نشه يي توکوسره د ملګرو ملتونو د مبارزې سازمان ( UNODC)ويلي و، په افغانستان باندې د امريکايي بريد وړاندې په ټول هېواد کې ۱۸۵ هکتاره ځمکې په هغو سيمو کې د کوکنار کښت کېده چې د طالبانو تر حاکميت لاندې نه وې، په افغانانو کې پر هيرويينو د روږدو کسانو کچه د نشت په حساب وه.

خو په وينا يې، په افغانستان له امريکايي يرغل وروسته د کوکنارو د کرل شوې ځمکې مساحت له ۱۸۵ څخه تر ۳۲۸زره هکتاره ځمکې ته لوړ او اوس مهال په هېواد کې د معتادينو شمېر درې ميليونه کسانو ته رسېدلی دی.

دغه راز په ليک کې راغلي،امریکايي ولس بايد درک کړي چې اسلامي امارت د خپل ولس په استازیتوب کولای شي له هر متنازع جهت سره خپل مشکل د سالم سیاست او دیالوګ له لارې حل کړي، بې ځایه زور وهل مسئله لا پيچلي کوي، مسئلې ته ابعاد ورکوي چې بیا د کنترول له ساحې څخه بهر کیږي.

دا چې د اسلامي امارت له ادرسه د دغې ليک يوه کاپي کابل ټکی کام ته هم رسېدلې، د ارزښت له مخې يې کټ مټ خپروو:

 

امریکايي ولس ته د اسلامي امارت لیک!

امریکايي ولس، د ولسي خپلواکو سازمانونو غیر دولتي چارواکو او د کانګریس سوله خوښو استازیو!

هیله مند یو چې دا لیک به په غور ولولئ او په هغه کې د لیکل شویو واقعیتونو په رڼا کې به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو راتلونکی او خپلې ګټې او تاوانونه وسنجوئ!

امریکايي ولسه! تاسو پوهیږئ چې ستاسو سیاسي مشرانو ۱۷ کاله وړاندې زمونږ پر هیواد پوځي یرغل وکړ. دا یرغل چې هم زمونږ د خپلواک هیواد د شرعي او ملي قوانینو او هم د نړیوالو مقرراتو خلاف عمل و د توجیه لپاره یې ستاسي چارواکو د نورو په نسبت دغه دری شیان په څرګنده توګه د قانوني مجوز په حیث ارائه کول:
۱ـ په افغانستان کې په اصطلاح د تروریستانو په له منځه وړلو سره د امنیت ټینګول.
۲ـ د یوه قانوني حکومت په ایجاد سره د قانون پلي کول.
۳ـ د نشه یې توکو له منځه وړل.

خو راځۍ وګورو چې په دې ناروا جګړې کې ستاسي جنګ غوښتونکو مشرانو هغه خپل دری ګونې شعارونه څومره عملي کړای شول؟

د نا امني او جګړو زیاتوالی:
په ۲۰۰۱ م کال کې چې کله ستاسي پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش پرافغانستان د یرغل قومنده ورکوله نو د یرغل د تبریر لپاره یې دلته یواځې د طالبانو (اسلامي امارت) او القاعده شتون او د هغوی له منځه وړل پلمه کول.

خو ۱۷کاله د دې خونړۍ جګړې تر جاري ساتلو او په هغې کې د ملا ماتوونکو ځاني او مالي تلفاتو تر منلو وروسته ستاسي اوسنی ولسمشر ډونلډ ټرمپ په افغانستان کې د هماغې ۱۷کلنې ناروا جګړې د تداوم لپاره د یوه اسلامي امارت ( طالبانو) په ځای د لا پراخې ناامنۍ اونورو ډلو په راپیدا کیدو اعتراف وکړ.

ټرمپ دغه ادعاء او اعتراف د تیر اګست د میاشتې په ۲۳مه د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره د خپلې جنګي ستراتیژي د اعلانولو په مهال اعلان او ۱۷ کاله وروسته یې یوځل بیا د افغان ولس پر خلاف د ناروا اشغال او جګړې د تداوم امر ورکړ.

دا چې ستاسو خپل چارواکي په افغانستان کې د ګڼو جنګي سازمانونو شتون مني، زموږ دا خبره ثابتوي چې امریکایانو په افغانستان باندې د یرغل او د طالبانو د متحد او مسؤل حکومت په نړولو سره یوازې د انارشۍ زیاتیدو ته لاره هواره کړې.

ستاسي نا مصلحت اندیشه چارواکي که د افغانستان جګړه هر ډول توجیه کوي او هر عنوان ورته ټاکي خو واقعیت دادی چې په ترڅ کې یې ستاسو پوځ د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه زره بیوزله افغانان شهیدان کړل، په لکونو یې ژوبل کړل او په زرګونو نور یې په ګوانتنامو، بګرام او نورو سري زندانونو کې واچول او له هغوی سره یې داسې ناوړه چلند وکړ چې بشریت تري شرمیږي او د امریکايي تمدن او تهذیب له دعوا سره هیڅ اړخ نه لګوي.

په دې نا انډوله جګړه کې ستاسي د پوځي چارواکو په رسمي اعتراف (۳۵۴۶) امریکايي او نوربهرني پوځیان مړه، تر ۲۰۰۰۰ زیات امریکايي سرتیري ژوبل او په لسګونو زره نور په عصبي ناروغیو اخته شول، اګر که په واقعي ډول ستاسو د تلفاتو شمیر له دینه په مراتبو ډير دی چې ستاسې مشرانو له تاسې څخه پټ کړی دی.

همدا راز په دې جګړه کې ستاسي د هیواد په تریلونو ډالره مالي لګښت وشو چې له امله یې دا جګړه ستاسي د هیواد په تاریخ کې تر ټولو خونړۍ، اوږده او له اقتصادي پلوه ملا ماتوونکې جګړه وبلل شوه.

لاقانونیت او په نړیواله کچه فاسد ترین نظام:
اګرکه په نورو هیوادونو کې د قوانینو خبره او د هغو لپاره د نظامونو جوړول د امریکا دنده نه ده، خو د جورج ډبلیو بوش لپاره د افغانستان د اشغال دوهمه پلمه دلته په اصطلاح د یوه قانوني حکومت رامنځته کول و.

په دې برخه کې هم تر ۱۷کلنې امریکايي جګړې او په هغه کې د امریکا جنګي ټلوالې د لسګونو زره امریکايي عسکرو تر مرګ ژوبلې او د هغوي د ملیاردونو ډالرو تر مصرفیدو وروسته په افغانستان کې داسې یو نظام حاکم شو چې په اداري، قانوني، پوځي او سیاسي برخو کې لاندې ریکارډونه لري:
په اداري او مالي فساد کې په نړیواله کچه لومړی مقام
د بشري حقونو په نقضولو کې په نړیواله کچه لومړی مقام
د ځمکو په غصب او نړیوالو مرستو د اختلاس په برخه کې په نړیواله کچه لومړی مقام
د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي په اړه په نړیواله کچه لومړی مقام او …

د امریکايي یرغل په پایله کې د منځته راغلی فاسد رژیم وروستۍ بیلګه د افغانستان هغه دوه سری نظام دی چې د حکومت جوړولو په مروجه قوانینو کې یې د نړۍ په هیڅ ګوټ کې هیڅ نمونه نه لیدل کیږي.

د مخدره توکو تولید او پراختیا:
پر افغانستان د ډبیلوبوش د یرغل دریم دلیل په افغانستان کې د نشه يي توکو مخنیوی او له منځه وړل و، راځې وګورو چې تر ۱۷کلنې جګړې وروسته اوس په افغانستان کې د مخدره توکو د تولید کچه کوم حد ته لوړه شوې؟

له نشه يي توکوسره د ملګرو ملتونو د مبارزې سازمان ( UNODC) د ورکړل شویو معلوماتو پر اساس په افغانستان باندې تر امریکايي برید وړاندې په ټول افغانستان کې یواځې پر ۱۸۵ هکتاره ځمکه باندې کوکنار کرل کیدل چې هغه هم په هغو ساحو کې و چې د طالبانو د مخالفینو تر واک لاندې وي او د افغانانو په منځ کې پر هیرویینو د اعتیاد کچه بلکل د نشت په حساب وه. خو په افغانستان تر امریکايي یرغل وروسته د کوکنارو د کرل شوي ځمکې مساحت له ۱۸۵ هکتاره څخه ۳۲۸ زره هکتاره ځمکې ته لوړ او د ۱۷ کلن اشغال تر سیوري لاندې اوس په افغانستان کې د معتادینو شمیر ۳ ملیونو ته رسیدلی دی.

د ۲۰۱۷ م کال د دسمبر د میاشتې په ۲۱ نیټه د ملګرو ملتونو له نشه یې توکو سره د مبارزې سازمان راپور ورکړ چې په ۲۰۱۷ کال کې د نشه یي توکو تولید ۸۷ سلنه او کښت یې ۶۳ سلنه لوړ شوی دی چې له مخې یې د تولید شویو نشه يي توکو پیمانه ۹۰۰۰ میټریک ټنو ته لوړه شوې ده.

امریکايي ولسه! تاسو چې په نړۍ کې د یوه پرمختللي او متمدن ولس دعوه لرئ، دا چې په افغانستان تپل شوی حکومت ستاسو لخوا رامنځته شوی مونږ یې په اړه قضاوت هم تاسو ته پریږدو، چې تاسو د خپل منطق او ضمیر له مخې دغه نظام او په هغه پوري تړلي تغیرات، نا امني، لا قانونیت او د مخدره توکو په تولید کې ۸۷ سلنه زیاتوالی اصلاحات بولئ او که د بشر ضد جنایات؟

ستاسو حکومتي چارواکي ادعاء لري چې دوی په افغانستان کې په لسګونه ملیاردونه ډالره د بیارغونې په مختلفو برخو کې لګولي دي. طبعا دا لسګونه میلیارده ډالر ستاسي هغه پیسي دي چې د دولتي ټیکس او مالیې په نوم لتاسو څخه اخیستل شوي او دلته د غلو او قاتلانو جیبونو ته تللي دي.

ایا تاسو په دې راضي یاستئ چې ستاسي په زحمت ګټل شوي پیسې په افغانستان کې پر یوه داسې فاسد نظام ولګول شي چې دولتي مفسدین یې په یوې جرمې پیښه کې ۹۰۰ ملیونه ډالره له کابل بانک څخه غلا کوي؟

آیا ستاسي په امریکايي فرهنګ او قاموس کې قانون پلي کول دیته وايي چې د نظام لومړی مرستیال داسې څوک وي چې په سلګونو نورو جنایتو سر بیره پر۷۰ کلن سپین ږیري باندې د جنسي تیري په جرم کې ښکیل وي؟

ایا همدا هغه تمدن، ترقي او قانونیت دی چې تاسي یې په نړۍ کې د علمبرداري دعوه لرئ؟

ایا ستاسي ۳۵۴۶ پوځیان د همداسې قانونیت د واکمنۍ لپاره په افغانستان کې ووژل شول؟

ایا ستاسي د ولس پوهان، دانشمندان او منصف محللین زمونږ د غو پوښتنو ته څه ځواب لرلای شي؟

په دې باید پوه شئ، چې زموږ ولس دغه ټولې ناخوالې په سترګو ویني او په ډیر دقت یې څاري نو ځکه خو ستاسو د پوځي ملاتړ تر سیوري لاندې دغه رژیم او په هغه کې راټول شویو مفسدو غلو ته د حکومت په نظر نه ؛ بلکې د غاصبینو، غلو، مافیايي عناصرو او د نشه يي توکو د ککړو کاروباریانو دیوه باند په سترګه ګوري او په وړاندې یې مبازره او مقاومت خپله شرعي، اخلاقي او ملي فریضه بولي.

کوم کسان چې د همدې نظام د پلی کیدو لپاره ستاسي ترڅنګ ولاړ دې هغه د افغانانو په نظر د اولس او ملي ګټو غداران دي. بالمقابل څوک چې ستاسو د دې فاسد رژیم په مقابل کې وسلواله مبارزه کوي، هغوی د خپل هیواد، خپلو ملي ګټو او خپل ملي استقلال او عزت د ترلاسه کولو او دفاع د لارې مبارزین دي چې د عام افغان اولس په زړونو کې د اتلانو په حیث ځای لري دا چې امریکايي میډیا د افغانانو د مقاومت په اړه پروپاګنډ کوي، چې دلته جنګیدونکي وسله وال افغانان نه، بلکې له بهره راغلی په اصطلاح تروریستان دي دا هغه نامعقول تبلیغات دي چې دوي یې د خپل شکست د پټولو لپاره کوي.

د دغې پروپاګنډې د ابطال لپاره مونږ فقط دا خبره کوو چې که په افغانستان کې بهرنۍ حمایت د کامیابي چانس لرلای نو حتما به دلته امریکایي اشغال او د هغوي حمایتي ایتلافیان کامیابه شوي وای چې هم د امریکا د متحده ایالاتو غوندي د ځواکمن نظام سیاسي او اقتصادي حمایت تر شا لري او هم د ناټو تړون غوندي مجهز پوځي ملاتړ.

امریکايي ولسه! غواړو د لیک پدې برخه کې تاسي امریکايي ولس ته خپل پیغام داسې مختصر کړو:
افغانان چې نن ستاسي د عسکرو او بل هر تیري کوونکي په مقابل کې جنګیږي، دا د هغوي شرعي، عقیدوي او د خپل وطن ساتلو ملي مکلفیت دی.

په دې مقاومت کې که ستاسي پوځیان هرڅومره زورور او مجهز شي، که د ټولې نړۍ پوځونه یې هم حمایت وکړي خو افغانان به بیا هم همدا خپل دیني، شرعي او ملي مکلفیت تر سره کوي، ځکه دغه مقاومت ته افغانان د مقدساتو او د خپل هیواد د دفاع د مقدس مکلفیت په سترګه ګوري، له دې مکلفیت څخه تنازل کول هغوی له خپل اسلام او ټولو انساني ارزښتونو څخه د تیریدو په معنا بولي چې هیڅ مسلمان غیرتي افغان د دغه ذلت منلو ته نه دی تیار.

افغانان له تیرو څلورو لسیزو راهیسي د تحمیلي جګړو په اور کې سوځي، هغوی سولې او عادلانه نظام ته تږي دي، خو ستاسي د جګړه خوښونکي حکومت د یرغلګرو ځواکونو په مقابل کې له شرعي، دیني، دفاعي اوملي مقاومت څخه کله هم نه ستړي کیږي، ځکه هغوی په خپل ننني او پروني تاریخ ټولې قربانۍ د خپلو دیني ارزښتونو او استقلال د ساتنې لپاره ورکړي دي، اوس که د خپل استقلال په سر سودا کوي نو دا به یې له خپل ویاړمن تاریخ او اسلافو سره لویه جفا وي.

افغانستان هغه هیواد دی چې دخپل څو زره کلن تاریخ په اوږدو کې همیشه خپلواک اوسیدلی، حتی د ۱۹ او ۲۰ میلادي پیړۍ په مرحله کې چې د اسلامي نړۍ ډیر هیوادونه د اروپایي استعمارګرو لخوا اشغال شوي و افغانستان د خپل ګاونډ په کچه یوازینی هیواد و چې خپله خپلواکي یې وساتله او انګریزان ونه توانیدل چې د ۸۰ کاله استعماري هڅو سره سره خپل اشغال ورباندې ومني.

د افغانانو په زړه او دماغ کې د خپلواکۍ همدا فطري جذبه او تاریخي تسلسل دی چې نن سبا دغه تش لاسي ملت ته ستاسو د اشغالګرو پوځیانو په مقابل کې د تر ټولو اوږده مقاومت حوصله ورکوي. دا کومه مبالغه نه بلکې واقعیت دی چې همدا اوس ستاسې او په یرغلګرو عسکرو باندې د فدايي بریدونو په ترسره کولو باندې غیرتي افغان استشهادیان یو له بله سره سیالي کوي.

د افغانانو دغه دیني ملي مقاومت کومه بې حاصله جګړه نه ده بلکې هره ورځ پرمختګونه کوي او د خپل هیواد سیمې ازادوي. همدا اوس د افغانستان سره د مرستو په برخه کې د امریکا د ځانګړې څارونکې ادارې ( سیګار ) مشر پر دې اعتراف لري چې د افغانستان ۶۰ سلنه خاوره د طالبانو ( اسلامي امارت) تر کنټرول لاندې ده.

په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان د امریکايي یرغل په مهال د نړۍ یوشمیر هیوادونه ستاسو د هغه مهال چارواکو د جنګي تبلیغاتو تر اثر لاندې راغلې او د ولسمشر بوش د جنګي ستراتیژۍ ملاتړې وه.

خو اوس مونږ عملا وینو چې ستاسي حکومت هغه نړیوال حمایت له لاسه ورکړی، حتی ستاسي په جنګي ایتلاف کې داخل ډیری هیوادونو د حقائقو په درک سره زموږ له هیواده خپل عسکر ایستلي او د سیاسي تفاهم په لټه کې دي. نړیواله ټولنه اوس د امریکا د ناروا اشغال په مقابل کې زمونږ د اولس د برحقې داعیې ملاتړ کوي.

که ستاسي حکومت نورهم د خود ساخته پلمو په تراشلو سره په افغانستان کې د جګړې پرغځولو ټینګار کوي دا به نورهم د امریکا نړیوال وجاهت ته صدمه ورسوي.

امریکايي ولسه! په امریکايي غوندې ټولنې کې چې د قدرت اصلي واک له ولس سره وي او حاکم چارواکي د ولسي رایو پر اساس ټاکل کیږي، نو د افغانستان اسلامي امارت د افغان ولس د ارادي د ممثل په توګه له تاسي امریکايي ولس او په کانګریس کې د ولس له سوله خوښوونکو استازیو څخه دا غواړي چې پر خپل قیادت باندې فشار را وستلو سره له هغوی څخه وغواړي چې نور د افغانستان اشغال ته د پای ټکی کیږدي.

ځکه په افغانستان کې د جګړې په غځولو ټینګار او دلته د کابل د اوسني فاسد او بیواکه نظام غوندي د بي ارادي حکومت شتون نور د ټولې سیمې او په مجموع کې د امریکا د ثبات لپاره خطرناکې پایلې لري.

افغانان په دې متأسف دي چې ولي ټول امریکايي ولس د هغوي د څو محدودو جګړه مارو چارواکو د جګړه ییزسیاست قرباني دی او ورځ تر بلې په نړۍ کې منفوریږي؟

تاسي ولسي پوهان، د امریکا په کانګریس کې سوله خوښې استازي او د ولسي سازمانونو خپلواک مسؤلین باید د خپل حکومت له چارواکو د دې لامل وپوښتئ چې ولي امریکايي ولس له خپل ټول نړیوال وجاهت سره سره په خپل کور او بهرکې غیر محفوظ او منفور دي؟

ترڅو به ستاسي مترقي هیواد او ستاسي اولادونه ستاسي د جګړه خوښو چارواکو د جګړه ییزو سیاستونو قرباني وي؟
آخیر! دا د جګړې خوښوونې سیاست ستاسي د هیواد لپاره څه ګټه لري؟

امریکايي ولسه! ستاسي ولسمشر او د هغه پر جګړه ییز خط روان پوځي او سیاسي چارواکي اوس هم په افغانستان کې د وسلې په ژبه خبرې کوي، حتی دجګړي په اړه دځان په ګټه په دروغو ناسم ارقام خپروي ستاسي اوټولي نړۍ سترګوته خاوري شیندي حال دا چې په معاصر سیاست کې اوس د زور او وسلې ځای، سوله ییز تفاهم نیولی اوجګړي په دروغو نه ګټل کیږي.

یوازې په تیرسپټمبر میاشت کې دټرمپ دنوي ستراتیژي له مخي امریکايي ځواکونو په افغانستان کي له خپل نورټول زور کارولو سره سره د دوی په اعتراف ۷۵۱ هوايي بریدونه وکړل تاسو له خپلو جنرالانو پوښتنه وکړئ چي ایا په ټول افغانستان کي مو له دومره زیات زور کارولو سره سره چیرته یوفټ مځکه له طالبانو ونیوله او که طالبان نور هم قوي شول.

تاسي امریکايي ولس ته که د خپل ولسمشر ټرمپ او د هغه د جګړه مارو سلاکارانو بي تجربي سیاست نه معلومیږي نو یې بیت المقدس ته د امریکايي سفارت د نقلولو نامعقولې پریکړې ته وګورئ چې امریکا يې د نړۍ د(۱۲۸) هیوادونو په مقابل کې ودروله.

یقینا چې د امریکا غوندې مترقي ولس لپاره له داسي قاطع نړیوال غبرګون سره مخ کېدل د شرم خبره ده چې په خپلې جګړه ییزې پریکړې سره یې د ټولې نړۍ د قاطع اکثریت هیوادونو په ښکاره مخالفت کې ځان واقع او لا هم پر هغه جنوني سیاست ټینګار کوي.

اسلامي امارت له هغه اول پيل څخه امریکا ته ویلي وو چې خپلې ستونزې له اسلامي امارت سره دخبرو او دیالوګ له لارې حل کړي، زور ازمویل بدې پايلي لري او تاسو به پر افغانستان د امریکا د تجاوز بدې پایلي ممکن اوس درک کړي وي، که سل کاله نور هم د زور کارول تجربه کړئ او سل نوري نوي ستراتیژۍ تجربه کړئ نتیجه به یې بیا هم همدا وي لکه تاسي چي د ټرمپ د نوي ستراتیژي تیري شپږ میاشتي ولیدي.

زموږ په نظر اوس هم وخت شته، باید امریکايي ولس درک کړي چې اسلامي امارت د خپل ولس په استازیتوب کولای شي له هر متنازع جهت سره خپل مشکل د سالم سیاست او دیالوګ له لارې حل کړي، بې ځایه زور وهل مسئله لا پيچلي کوي، مسئلې ته ابعاد ورکوي چې بیا د کنترول له ساحې څخه بهر کیږي، اسلامي امارت په سیمه کې هغه ځواک دی چې د زور له لارې نه زوب کیږي، پخې ریښې لري، البته د دیالوګ چانسونه شته، امریکايي ولس باید دا ځای درک کړي چې اسلامي امارت د مسائلو د سالم حل په لاره کې خپل مسئولیت درک کولای او ادا کولای شي، البته دا کله هم په دې معنا نه دی چې موږ ستړي شوي یو یا مو اراده کمزوری شوي، بلکې زموږ دريځ دادی چې له جګړې څخه وړاندې باید منطق وکارول شي، کوم څه چې په منطق تر لاسه کیږي، د زور د استعمال له لارې باید له لاسه ونه وځي اسلامي امارت دایو مسئولیت باله چي تاسي امریکایي ولس په دي حقایقوخبر اوپوه کړي.

باید ووایو چې د افغانستان اسلامي امارت د خپل هیواد د خپلواکی لپاره مشروع هلې ځلې کوي. له اشغال پرته خپلواک هیواد درلودل زموږ طبیعی او انساني حق دی. د خپل هیواد آزادي غوښتل او هلته د خپل ولس د عقیدې مطابق اسلامي نظام جوړول په هیڅ قانون کې ترهګري نشي ګڼل کیدای. د یادونې وړ ده چې موږ په نورو هیوادونو کې د تخریبي اعمالو اجنډا نه لرو او په تیرو اوولسو کلونو کې مو دا عملأ ثابته کړې چې په نورو هیوادونو کې مو هیڅ ډول لاسوهنه نه ده کړې.

همداراز، بل چاته هم اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو په خلاف استعمال کړي.

جګړه په موږ تپل شوی، زموږ انتخاب نه دی. زموږ ترجیح دا ده چې د افغانستان مسئله له سولیزي لارې حل کړو. امریکا باید اشغال ختم کړي او د افغانستان ولس ته د خپلې عقیدې سره سم د حکومت جوړونې په ګډون د هغوی په مشروع حقوقوقائل شي.

له خپلواکی وروسته، موږ غواړو د ګاونډیانو په ګډون د نړی له هیوادونو سره مثبت او تعمیري اړیکې ولرو او د هیواد په بیارغونه او پرمختګ کې د هغوی مرستو ته هرکلی وایو او غواړو د سیمې او نړی په ثبات او سوله کې رغنده رول ولوبوو.

خپل ولس ته داعلی معیاري تعلیم اوروزګارزمینه مساعده کړو، ښځي اونر، ماشومان او لویان مو له خپلو بشري او شرعي حقوقوبرخمن شي.

ځوانان مو له نشو او اخلاقی فساد نه وژغورل شي، هرچا ته په خپل هیواد کي دروزګار داسي شرایط برابر شي چي نور مو هیواد وال دخپل وطن پریښودو اونورو هیوادو ته دفرار له حالت سره مخ نشي.

خلاصه دا چې په افغانستان کې د جګړې پرغزولو ټینګاراو دلته د امریکايي پوځیانو پاتې کول د امريكا په شمول د هیچا په ګټه نه بلکې د ټولې نړۍ ثبات له خطر سره مخ کوي، دا هغه واضح حقیقت دی چې یواځې همدا ستاسي مغرور چارواکي یې له منلو انکار کوي، که تاسې له افغانانو او په مجموع کې له نړیوالو سره د سوله ييز تفاهم غوښتونکي یاست نو مو خپل ولسمشر او د کانګریس او پنټاګون جګړمار چارواکي پر دې حقیقت پوه او هغوئ د افغانستان په اړه د سالم منطقي سیاست غوره کولو ته اړباسئ!

دا هم خپله ستاسي هم د افغانانو او هم د ټولې نړۍ د ثبات لپاره ترټولو یوغوره اقدام دی .

وما علینا الا البلاغ.
د افغانستان اسلامي امارت
۲۸/۵/۱۴۳۹هـ ق
۲۵/۱۱/۱۳۹۶هـ ش ــ 2018/2/14م

لوی ټکي: اسلامي امارتد طالبانو لیکطالبان
مخکینې مطلب

سي آی اې: راتلونکی کال به دولسي خلکو او ښکیلو خواوو لپاره تر ټولو خونړی وي

بل مطلب

د چاه آب اوسېدونکو د سيمه ييز قومندان د ظلم له کبله اعراضيه خيمه وهلې

ځانګړي مطالب

خبرونه

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
افغانستان

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
افغانستان

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
خبرونه

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د امریکا پر وړاندې د ایران بریا؛ یمن کې یې په مناسبت پراخ لاریونونه ترسره شول

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

وال‌سټریټ ژورنال: په هرمز تنګي کې هر ماموریت د ایران له اجازې پرته ناشونی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    19 شریک شوي
    شریکول 8 Tweet 5
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

د امریکا پر وړاندې د ایران بریا؛ یمن کې یې په مناسبت پراخ لاریونونه ترسره شول

وال‌سټریټ ژورنال: په هرمز تنګي کې هر ماموریت د ایران له اجازې پرته ناشونی دی

د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com