( کابلټکی کام : شنبه، لېندۍ۱۴ مه، ۱۳۹۴ ل)
طالبانو د یوې رسمې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي، چې ددوي ځواکونو د کندهار ولایت ښورابک ولسوالۍ کې له افغان امنیتي ځواکونو څخه یوه پوسته نيولې، ۱ رینجر موټر، دوه موټر سائکلان او ګڼ شمېر وسلې او مهمات ددوي لاس ته ورغلي دي .
خبر پاڼه زیاتوي، چې بیګاه شپې ۱۲ بجې دیادي ولسوالۍ اړوند دسروچاهانو په سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو په قرارګاه باندې د طالبانو له لوري لمړی دتوغندیو په مټ بریدترسره شو وروسته په قرارګاه او ۲ نورو امنیتي پوستو وسلوال تعرضي بريدونه ترسره شو .
نښته تر ناوخته پورې روانه وه، چې د ځاني او مالي تلفاتو تر څنګ یوه پوسته په بشپړه توګه د طالبانو ولکې ته ورغلې .
سليم بریال


















