جمعه, مې 1, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ادب

« دکابل جان ناهيدې »

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
دسمبر 5, 2015
کټګوریانې: ادب, شعرونه
0
9
ځلې شریک شوی
118
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

شعر : صدیق کاوون

دافغانې پیغلې (ناهید) په یاد، چې د تور استبداد له لاسه یې ځان د کابل د مکروریون د یوې ودانۍ له څلورم پوړ څخه لاندې وغورځاوه او د ژوند په بیه یې خپل پت اوسپيڅلتیا وژغورله.
توره شپه كې بله كړه د سرو وينو ډيو ه ناهيد
چيغه د پاڅون شوه د ننګونو حماسه ناهيد
اور يې د ابليس د هوسو نو په كور پورې كړ
ووته له ځانه، شوه د ټول ولس شمله ناهيد
پاڼې، پاڼې پرېوته د سرو ګلو غونچه ناهيد
وځلېده، وخندېده، سرو وينو كې سره ناهيد
هغه د ملالې د يادونو سره جنډه ناهيد
هغه د افغان د غيرتونو ترانه ناهيد
ګډه يې غوغا كړه په خاموشو ماښامونو كې
بله يې رڼا كړه ، تروږميو د وختونو كې .

دا هم ولولئ

غزل/ انس حقاني 

بيا به لمبې بلې وي که غږ د الجهاد وشو/ خيرخوا 

د عبیده پلار ته!

ګل د بېغلتوب ، يې د قاتل د غاړې هار نه كړ
ښاد يې په خپل حسن د وحشي هوس ښامار نه كړ
” نه ” يې د قدرت د لېونو پر تندي وليكل
لړ د تورو زلفو يې بې سرو ته د ستار نه كړ
لنډ يې كړ له ځانه د ياغي ستم ناولى لاس
تور دښمن د خلكو يې له ځانه سره يار نه كړ
جګ غيرتې سر يې ټيټ په مخ كې د اغيار نه كړ
ځان يې قرباني كړ، خپل غرور يې ترېنه ځار نه كړ
ستورى شوه ، سپوږمۍ شوه، د ننګونو بام ته وخته
كړيكه دغيرت شوه، د يادونو بام ته وخته

ووايه اسمانه ! تا د وينو ځلا وليده
تا د شهادت د ناوې، مسته خندا وليده
تا په خپل هېواد باندې مينه ليلا وليده
تا يې په تندې باندې ليكلې وفا وليده
تا يې په خوږو سترګو كې راز د مينې ولوسته
تا يې اننګيو كې سپېڅلې حيا وليده
تا هغه سپرغۍ، هغه د تورو برېښنا وليده
تايې په لمنه كې د ستورو نڅا وليده
ورته اسمانه ! موږ سرونه ټيټوو وګوره
خاورې د پښو يې په سرو سترګو ښكلوو ورته .

ووايه اسمانه تا د شپې قا صدان وليدل
تا د پرښتو جامه كې تور شيطانان وليدل
تا د افغانانو د عزت تاجران وليدل
تا د وينو تږي، خونړي قصابان وليدل
تا په كتا بونو بار بې علمه شيخان وليدل
تا دكنډوالو په تخت سپاره اميران وليدل
تا دننګ په خاوره كې زنګي غلامان وليدل
تا د چلتارو نو دهيواد ملنګان وليدل ؟
څنګه ښكاريدل دتروږميو دښامار بچي
دا په غيرتي كابل ، پريوتي دتاتار بچي

دا زخمي كابل ، دغه په سرو وينو لړلى ښار
داد اهريمن،  تورو منګلو ته لويدلى ښار
دادتالانګرو له ستمه سوزيدلى ښار
داپه پټه خوله په سلو ژبوغږيدلى ښار
دا هره شيبه په ماتمونو ژړيدلى ښار
دادګلو ښار،  زموږ د پيغلو نازولى ښار
داپه جګه غاړه هردښمن ته دريدلى ښار
داديرغلګرو دسپرو دسترګو خلى ښار
بيا دخپلو لوڼو او زامنو په وير، وژړيد
بيا دځوانو زړونو په زلميو وينو ولمبيد.

يه اسمانه ! دلته خومرګونه ستړي شوي دي
چيغې ستړي شوي ، فريادونه ستړي شوي دي
لارې ستړې شوې دي، ګامونه ستړي شوي دي
اوښكې ستړې شوي ، ګريوانونه ستړي شوي دي
هيلې ستړې شوي، ارمانونه ستړي شوي دي
زړونه ستړي شوي دي ، غمونه ستړي شوي دي
دلته په جنت كې دوزخونه ستړي شوي دي
دلته په ګلونونو كې اورونه ستړي شوي دي
دلته په دې خاوره، دستم غدۍ پريوتې ده
دلته په دې خلكو، دماتم غدۍ پريوتې ده.

وګوره اسمانه ، اراده دپيكار وګوره
لاره دغيرت كې ، هنګامه دايثار وګوره
ژمي دتاريخ كې سره غاټول دبهار وګوره
سره غيرتي وينه د ناهيد په رخسار وګوره
دلته ويره نشته له سرونو سره لوبې دي
دې لمرينه خاوره كې، دستورو مزار وګوره
پاكې پلوشې به يې دشپې ګريوان ور څيرې كړي
پيغلو دكابل سره ، تړون دسهار وګوره
داياغي ككرې اهريمن ته دسجدو نه دي
دلته دستم تورې جنډې درپيدو نه دي

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د ۱۹۹۴ز کال، دمارچ په مياشت کې ليکل شوی.

مخکینې مطلب

طالبانو ښورابک کې د یوې امنیتي پوستې د نيولو خبر ورکړی

بل مطلب

خبر مجروحيت و مرگ ملا اختر محمد منصور و اهداف پشت پرده

ځانګړي مطالب

ادب

غزل/ انس حقاني 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 8, 2026
ادب

بيا به لمبې بلې وي که غږ د الجهاد وشو/ خيرخوا 

نشرونکی: ح جلال
مارچ 25, 2026
ادب

د عبیده پلار ته!

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 29, 2025
ادب

د شهيد کور سره کراره ځمه، غلی ځمه

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 5, 2025
ادبي ليکنې

مجلس کې دې جانانه، ځان پردی احساسوم

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 7, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د امریکا د سمندري محاصرې ماتې؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ کښتۍ له هرمز تنګي تېرې شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com