د سوریې په عفرین سیمه کې ترکیې لسګونه وسله وال وژلي دي

نن د شنبې په ورځ سهار ترکیي فوځ اعلان وکړ چې 44 ترهګر یې له پرون راهیسې د سوریې په عفرین سیمه کې وژلي، بل خوا د کردانو د ولسي دفاع د ډلو اتحایې پر ترکي فوځ تور لګولي چې د جګړې پر مهال یې د سوریې د مخالفینو په واسطه زهرجن ګاز استعمال کړی دی.

د ترکیې د عامه کارونو ریاست په یوه بیان کې ویلي دي چې هغه هوایې او ځمکني عملیات چې د زیتون د څانګې تر عنوان لاندې پیل شوي دی د حلب ښار شمال ته په عفرین سیمه کې په تیرو 24 ساعتونو کې د داعش، حزب العمال الکردستاني او وحدات حمایة الشعب الکردیة نه 44 سرتیري وژلي دي.

بیان زیاتوي چې د غصن الزیتون دغه عملیات چې د تیر جنوري له 20مې نیټې نه پیل شوي دی له یادې نیټې نه تر اوسه پورې 1595 ترهګري وژل شوي دي.

بلخوا د کردانو د ولسي دفاع ډلو ویلي دي چې ترکي فوځ پرون د عفرین شمال غرب ته پر یوه کلي برید وکړ او زهرجن ګاز یې پرې استعمال کړ چې له امله یې ۶ کسان له تنفسي ستونځو سره شول.

سوریایی مدني فعالانو بیا د کردانو دغه تور رد کړی دی.

د شام آژانس ویلي دي چې دا تورونه وروسته له هغې را پیدا شول چې د سوریي آزاد فوځ تاکید وکړ چې د دوی 6 سرتیري له تنفسي ستونځو سره د عفرین په بلبل سیمه کې وروسته له هغې مخ شول چې د کردانو د ولسي دفاع لخوا د توپ یوه زهجرنه ګولۍ یې مخې ته ولګیده، له دې مخکې د روانې میاشتې په ۶مه نیټه هم دغه ډول پیښه رامینځته شوې وه چې له امله یې د سوریې د آزاد فوځ ۱۰ سرتیري ټپیان شوی وو.

له بل پلو نه، د مسار خبري آژانس ویلي دی چی د کردانو د ولسي دفاع د ډلو سیاسي څانګې حزب الاتحاد الدیموقراطي په الحسکه ولایت کې چې اوسمهال د کردانو ګوند په ولکه کې دی په کمپونو کې پرتو ځایی بې ځایه شویو خلکو ته ګواښ کړی چې یا دې د کردانو له ګوند سره یو ځای شي او په عفرین کې دې له دوی سره په جګړه کې برخه واخلي او که نه نو د سوریې رژیم ځواکونو ته به یې په لاس ورکړي.

عزیر اسدخیل

د الجزیرة نه په مننې

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button