دوشنبه, اپریل 27, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ټولنه او اجتماع

د نفاق بله نښه: مونځ زر زر کول

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
فبروري 17, 2018
کټګوریانې: ټولنه او اجتماع
0
132
ځلې شریک شوی
247
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د امریکا پای

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

دکتور کفایت الله وردګ
یاد ګېرنه : په تېرو برخو کې مو د نفاق د تعریف او قسمونو په اړه خبرې وکولې دمنافقینو لپاره څه نښې او علامې دي  په تېره برخه کې د منافقت په څو نښو لکه غدر (خیانت) درواغ  بې وفایی او به نیکو عملونو کې سستیا، په عملونو کې ریا کولو  باندې خبرې کړې وې د هغې برخې په تعقیب….
مونځ زر زر کول
د منافقینو بله نښه داده چې کله هغوی مونځ کوي هغوی یې زر زر کوي او صرف دا ښکاره کول غواړي چې دی هم مونځ کوي او داسې سجدې کوي لکه مارغه چې په زمکه باندې ټونګه وهي مخکې هم یو حدیث تېر شو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایل : تلك صلاة المنافق يجلس يرقب الشمس حتى إذا كانت بين قرني الشيطان قام فنقرها أربعاً لا يذكر الله فيها إلى قليلاً. صحیح مسلم
ترجمه : دا د منافق مونځ دی ناست وي د لمر انتظار کوي تردې چې لمر د شیطان د دوو ښکرو په مینځ کې شي نو پاڅیږي په زمکه باندې څلور ټونګې ووهي الله پکې ډېر کم یاد کړي .
مونځ انسان ته د الله تعالی له لوري یوه غوره تحفه ده او یو غوره عبادت دی انسان یې باید د زړه په مینه سره وکوي او خوند ورڅخه واخلي حضرت ابو هریره رضی الله عنه فرمایي : یو سړی جومات ته راغلو او رسول الله صلی الله علیه وسلم د جومات په یوه اړخ کې ناست وو  هغه کس راغی مونځ یې وکولو بیا راغلو په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې یې سلام واچولو رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه سلام ته وعلیکم السلام وویل او ورته یې وویل : ځه بېرته لاړ شه مونځ وکوه تا مونځ ونه کولو  هغه کس لاړو بیا یې مونځ وکولو بیا راغلو بیا یې سلام واچولو  رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه سلام ته وعلیکم السلام وویل او ورته یې وویل : ځه بېرته لاړ شه مونځ وکوه تا مونځ ونه کولو تردې چې دا کار یې ورباندې دری ځله وکولو بیا سړي وویل : زما د په هغه ذات قسم وي چې ته یې په حقه را لېږلی یې ددې نه ښه مې نور نه دی زده ته یې راته وښایه  رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل : کله چې مانځه ته پاڅېدې نو په ښه توګه اودس وکوه بیا قبلې ته مخ کړه الله اکبر ووايه او د قرآن کریم نه چې څه درته اسانه وي هغه ووايه بیا رکوع وکوه چې په رکوع کې په ښه توګه مطمئن شې بیا سر پورته کړه نېغ ودرېږه  بیا سجده وکوه چې په سجده کې ښه مطمئن شې بیا سر پورته کړه (کینه) تردې چې په ناسته کې ښه مطمئن شې ، بیا سجده وکوه تردې چې په سجده کې ښه مطمئن شې ، بیا سر پورته کړه تردې چې په ناسته کې ښه مطمئن شې بیا د په ټول مانځه کې همداسې کوه . صحیح البخاري او مسلم
او په یوه حدیث کې له زر زر مونځ کولو نه سخته منع راغلې ده د حضرت ابی مسعود الانصاري البدري رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمايي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایل : لَا تُجْزِئُ صَلَاةٌ لَا يُقِيمُ فِيهَا الرَّجُلُ صُلْبَهُ فِي الرُّكُوعِ وَالسُّجُودِ . سنن الترمذي
ترجمه : په کوم مانځه کې چې په رکوع او سجده کې د مونځ کوونکي شا سیده نشي (په سمه توګه په ارام سره رکوع او سجده ونه کوي) مونځ یې نه کیږي .
نو که په مونږ کې دا عادت وي چې مونځ زر زر کوو ، له مانځه نه کوښښ کوو زر ځان خلاص کړو چې دکان ، دفتر او کار ته ورڅخه خلاص شو ، په رکوع او سجده کې اطمنان او دمه نه کوو ، کله چې ولاړ وو نو زر زر خوله ښوروو چې زر زر مونځ ختم شي ، سجدې مو لکه په زمکه باندې د مرغانو ټونګې داسې وي نو باید پوه شو چې په مونږ کې هم د منافقینو یو عادت راغلی دی باید څومره  چې ممکن وي زر ورڅخه ځان خلاص کړو.
د الله ذکر لږ کول
الله تعالی د منافقینو بل صفت او علامه دا بیان کړې  ده چې هغوی ذکر لږ کوي الله تعالی فرمایی :  إِنَّ الْمُنَافِقِينَ يُخَادِعُونَ اللَّهَ وَهُوَ خَادِعُهُمْ وَإِذَا قَامُوا إِلَى الصَّلَاةِ قَامُوا كُسَالَى يُرَاءُونَ النَّاسَ وَلَا يَذْكُرُونَ اللَّهَ إِلَّا قَلِيلًا (142).  سورة النساء
ترجمه : بېشکه منافقان ټګي کوي (په ښکاره کولو د اسلام او پټولو د کفر) له الله تعالی سره او الله تعالی سزا ورکوونکی دی د دوی (ددې ټګی په سبب ) او هرکله چې پاڅیږي دغه (منافقان)  لمانځه ته نو پاڅېږي سست کاهلان ښيي دوی خلقو ته (ځان خپل چې مونږ هم مسلمانان یو) او نه یادوي دوی الله تعالی مګر (ریایي یادول) لږ .
ځکه چې منافقین په خپل ژوند ، کاربار او روزګار کې مصروف وي نو د الله د ذکر وخت ورسره ډېر کم وي  علماء کرام فرمایی سره ددې چې د اکثرو مسلمانانو به هم همدا حال وي لکن الله تعالی د منافقانو ذکر ته لږ ذکر وویلو ځکه چې دوی که یو څه کوي هغه هم ددې امله کوي چې ځان مسلمانانو ته ورښکاره کړي نو هغه ذکر یې هم ځای نه نیسي نو ډېر کم شي.
 امام جصاص رحمه الله فرمایی الله تعالی د منافقینو ذکر ته لږ ذکر وویل  ځکه چې اګر که دوی ددې لپاره چې ځان مسلمانانو ته ورښکاره کړي ښه ډېر ذکر کوي ، عبادتونه کوي ، طاعتونه کوي لکن څرنګه چې د دوی په ښه نه ورځي نو  الله ورته لږ ذکر وویل .
یو بل عالم ابن عاشور رحمه الله فرمایي : الله تعالی دمنافقینو ذکر ته ذکر قلیل (لږ ذکر) وویل ځکه چې هغوی کله د مسلمانانو سره په مانځه ولاړ وي نو هغوی ددې لپاره چې ځان خلکو ته ښه تقوی دار ور ښکاره کړي څه تسبیح په ښکاره ووایي بس همدا یې ذکر دی نور په مانځه کې سبحان ربی الاعلی ، سبحان ربی العظیم او نور کلمات دوی نه وايي ځکه د دوی مونځ صرف ددې لپاره وی چې نورو مسلمانانو ته یې ورښکاره کړي او معنویت نه لري .
رسول الله صلی الله علیه وسلم د منافقانو د مانځه په اړه فرمايي : تلك صلاة المنافق يجلس يرقب الشمس حتى إذا كانت بين قرني الشيطان قام فنقرها أربعاً لا يذكر الله فيها إلى قليلاً. صحیح مسلم
ترجمه : دا د منافق مونځ دی ناست وي د لمر انتظار کوي تردې چې لمر د شیطان د دوو ښکرو په مینځ کې شي نو پاڅیږي په زمکه باندې څلور ټونګې ووهي الله پکې ډېر کم یاد کړي .
امام الزمخشري رحمه الله ددې آیة په تفسیر کې فرمایی :  معنی دا چې منافقین د الله ذکر ډېر کم کوي او په اوس وخت کې اکثر هغه کسان چې خپل ځان ښه مسلمان ښکاره کوي که د هغه سره په ورځو او شپو ملګرتیا وکوې د هغه څخه به سبحان الله او لا اله الا الله او یا الحمد لله وانه ورې بلکه صرف د دنیا خبرې به کوي چې هر وخت به ورباندې مصروف وي .
امام رازي رحمه الله فرمایي دا چې الله تعالی فرمايي چې دوی ډېر کم ذکر کوي معنی یې داده چې  منافقین ډېر لږ مونځ کوي یعنی دوی مونځ صرف هغه وخت کوي چې کله له دوی سره خلک وي او دوی مونځ هغه وخت کوي کله چې دوی خلک ویني او که داسې ځای وي چې خلک دوی نه ویني بیا دوی مونځ نه کوي  .
امام قتادة رحمه الله فرمايی : الله تعالی د منافقینو ذکر ته قلیل (کم ذکر) ددې امله وویلو چې الله تعالی د دوی دا ذکر نه قبلوی او هر شی چې الله تعالی قبول کړي هغه ډېر وي او چې الله تعالی یې قبول نه کړي نو که هرڅو زیات وشي هغه لږ وي .. …نور بیا ان شاء الله
 
 
زما د بحث مراجع:
قرآن کریم
صحاح الستة
مسند الامام احمد بن حنبل رحمه الله
کابلی تفسیر (د آیتونو ټولې ترجمې له همدې څخه دي) .
فتح الباري
طریق الهجرتین
مدارج السالکین
الوابل الطیب
جامع العلوم و الحکم
احیاء علوم الدین
مخکینې مطلب

د سوریې په عفرین سیمه کې ترکیې لسګونه وسله وال وژلي دي

بل مطلب

نامه قابل غور طالبان ...!

ځانګړي مطالب

ټولنه او اجتماع

د امریکا پای

نشرونکی: ح جلال
مارچ 25, 2026
ټولنه او اجتماع

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

نشرونکی: ح جلال
مارچ 17, 2026
ټولنه او اجتماع

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 1, 2026
ټولنه او اجتماع

پان‌ترکيزم؛ فرهنګي اتحاد که سیاسي پروژه؟

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 10, 2025
ټولنه او اجتماع

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 31, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر مسقط ته ورسېد؛ ولسمشر ټرمپ پاکستان ته د امریکایي پلاوي سفر لغوه کړ

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com