لیکوال احمد منصور
هو خراسان یم: په شنو فصلونو ښایسته یم لوی سیدونه او یخی چینی لرم یخ بادونه خایسته هوا لرم او جیگو مغرورو غرو می ښلکلا نوره هم زیاته کړی،ما سوا له دی هم ډیر صفات لرم په سیدونو کی سپینی ملغلری او په غرو رغو کی طبعی زیرمی لرم وگړی می د اسلامی دین پیرویان او په خپل دین د کلکو منگولو لگولو خاوندان دی هو وگړی می ډیر په ساده لباس ملبوس دی ساده انداز کی تگ لری او ساده د خټو په کورو کی آباد دی ،سره له دومره سادگی می بیا هم خلک نه پریږدی نه پوهیگم چی ولی دونیا راته گوته په ماشه ده،او هر ملک چی کوم یو نوی مزایل یا کومه نوی وسله جوړه کړی دلته په ما یی استعمالوی او یرغلونه راباندی را وړی،که دونیاوال په دی آند وی چی ما کی طبعی زیرمی او زیورات دی ستر بی عقلانه فکر یی کړی،هو ددی خبری زه هم قایل یم خو دغه طبعی زیرمی انگریزانو روسانو او اوس امریکایانو ویستلی هیس کومه یو نښه یی د زیوراتو او طبعی زیرمو راکی نه ده پریښی،هر ملک ما ته د سولی او بیا رغونو له پاکو او سپیسلو شعارو سره راغلی پر ځای ددی چی ما ته سوله راولی د هیواد رغولو کی را سره مرسته وکړی برعکس په ما بمونه را غورزوی وگړی را شهیدانوی زما د وگړو د پیغبر،کتاب،کلمی بی حرمتیانی کوی،زما عزتونه را لوټوی او په ما کی د اوسیدونکو په کورو چاپی اچوی دا دوی سوله او بیا رغونه ده،ما هم ورته سر نه ده ټیټ کړی زما وگړی غیرتیان او د رسول اکرم(ص) امتیان دی کله یی هم کوم ملک ته سرونه نه دی ټیټ کړی آزاد پیدا سوی آزاد ژوند خوښه وی ،او دغلامی له ژونده کرکه لری،ځکه خو د دریو امپرطوریانو په ماتولو کی بریالی سول ځکه خو یی د اتلولیو لقبونه خپل کړل هو خراسان یم خو غلام نه یم،یا په اوسنی اصطلاح افغانستان یم، د ابدالی خاوره د میرویس نیکه هیواد د غزنوی مسکن د د عربو مهاجرو د هجرت کور د امیرالمومینین ملاعمر(رح)سنگر او د امیرالمومینین ملااختر محمد منصور (رح)معسکر، کفارو او غلامانو ته یی سور اور خو خپلو بچو(طالبانو) ته د هوسا ژوند مسکن یم،د ډگرونو فاتح او د غازیانو سنگر د غزاوو تود ډگر خراسان(افغانستان ) یم زما نیول د کفارو بی مفهومه خوبونه او بی معنا خیلات دی.


















