میدان وردګ: په تښتېدلو زندانيانو کې اووه طالبان دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۲۹) تېره ورځ د ميدان وردګو د والي وياند عبدالرحمن منګل وويل، چې د دغې ولايت له زندان څخه لس تنه زندانيان تښتېدلي دي.

د منګل په خبره، په تښتېدلو زندانيانو کې اته يې د نشه يي توکو قاچاق کوونکي او دوه سياسي بنديان و.

که څه هم چارواکو د يادو زندانيانو د تښتېدو په اړه پوره جزيات ورنه کړل خو منګل زياته کړه چې له کابل څخه يو پلاوی راغلی او په دې اړه يې څېړنې پيل کړي دي.

له بله پلوه د طالبانو له لوري کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې راغلي، چې په تښتېدلو زندانيانو کې اووه تنه د دوی ملګري دي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، “دغه زندانيان د ځانګړي تکتیک په کارولو سره له یاد محبس څخه وتښتیدل”.

طالبان وايي، زندانيان تر دوی ورسېدلي او امن ځايونو ته رسول شوي دي.

د يادونې ده، چې شاوخوا يوه نيمه مياشت مخکې هم د بلخ ولايت له مرکزي محبس څخه پنځه تنه زندانيان د تونل کيندلو په مرسته تښتېدلي و.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button