لیکنه : احمدجنید مبارز
یوه ورځ امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله شاګردانو ته درس ورکاوه چي یو کس امام صاحب ته ښکنځل او زیات بد یې ورته وویل، امام صاحب نه د هغه خواته وکتل او نه یې خبري ور قطع کړې بلکي خپل شاګردان یې هم د هغه خوا ته له متوجه کېدو منع کړل، کله چي امام صاحب له درس څخه فارغ سو او ولاړ سو نو هغه کس هم ورسره ولاړ سو، امام صاحب چي کله د خپل کور دروازې ته ورسېد نو هغه سړي ته یې وویل :
“دغه زما کور دی، که دي څه ښکنځل پاته وي راسه هغه هم پوره کړه، څو پر زړه دي څه پاته نسي” ددې په اورېدو سره هغه کس شرمنده سو او په راتلونکي کي له دې کار څخه توبه ګار سو.!
په بله کیسه کي راغلي دي چې هغه کس له امام صاحب سره روان ؤ، کله چي امام صاحب کور ته ننوتی بیا هم هغه ښکنځل ورته کول، له ډېرو ښکنځلو وروسته چي کله چا جواب ور نه کړ نو هغه کس وویل :
” آیا تاسي ما سپی بولئ؟! ”
له دننه څخه اواز راغی چي “هو! “.
الخیرات الحسان في مناقب الامام أبی حنیفة النعمان، صـ۱۴۰ .


















