ژباړه : مصدق اکرم اسحق زی
د میلیونر کېدو لپاره لازمه نه ده، چې د رسنیو بنسټګر واوسئ لکه : فیسبوک یا د یوې لاټېرۍ ګټوونکی واوسی.
دا چې په نړۍ کې میلیاردر کېدل د شتمنو نوی هدف دی، نو ملیونر کېدل د لاسته راوړلو لپاره کومه خبره نه ده.
ایا غواړئ چې میلیونر شئ؟ ډېره ساده، هغه کارونه وکړئ کوم چې شتمن خلک هغه کوي.
تاسې هېڅکله دغه اووه خصوصیات په میلیونرانو کې نه ګورئ خو مونږ یې درته وایوو دلته.
۱ـ د تلویزیوني پروګرامونو معتادان نه دي
میلیونران خپل وخت د تلویزیون په سریالونو په لېدو نه ضعایه کوي. هغوی د تلویزیون د لېدو پر ځای کتاب لولي. هغوی د ورځې ډېره وخت د مطالعې لپاره ورکوي . هغه کتابونه لولي کوم چې د شخصیت جوړېدنې پورې مریوط وي نه هغه کوم چې داستانونه یا کیسې لري .
شائد هغوی د تاج او تخت له لوبې خبر نه وي خو ددې ارزښت لري چې هغوی پوه شي.
۲ـ ځان له نورو نه لرې کوي
میلیونران د ټولنیزو اړیکو خوښونکي دي او تل ددې په لټه کې وي چې له نوي خلکو سره وګوي او له هغوی سره ملاقات وکړي . دوی د خپل ټولنیز رسنیو ته پراخوالی بښي ، ځکه پوهېږي دوی چې په ځېنې مواردو کې کلیدي او بریالي دي..
۳ ـ خپل انتخابونه نه ردوي
بریالي خلک عادت لري چې د خپل غریزې او دننې حس پر اساس عمل وکړي او له حده ډېر خپل انتخابونو ته فکر نه کوي . دا په دې معنا نه ده چې هفوی د خپلو کارونو نتیجې ته نظر نه کوي، ځکه دوی په ډېر فکر سره دا کار کوي. په دغه صورت کې دوی دومره مسایل نه تجزیه او تحلیلوي چې ددې باعث شي چې په کارونو کې یې خنډوالی رامنځته شي.
وروسته له دې چې دوی خپل ټاکلي اهداف وټاکي د عمل ډکر ته دانګي ، نور نو خپل شاته نه ګوري.
۴ـ هېڅکله بې له مبارزې نه تسلیمېږي
میلیونران د ورکوټي مشکل په لېدو سره سپین بېرغ نه اوچتوي . دوی د ماتې او ستونزې پر وړاندنې مقاومت کوي . ډېر بریالي خلک د کورنۍ، خپلوانو او ملګرو تر نامه لاندې وېرول کېږي خو دوی تسلیمېږي. پوهان نتیجې ته رسېدلي چې عزم او اراده د لاسته راوړنو لپاره یواځینۍ لاره ده . بریالي خلک هېڅکه شاتک نه کوي.
۵ـ له ورزشه نه لاس په سر کېږي
شتمن خلک پوهېږي چې سهارنی منظم ورزش کولای شي چې د ورځني کارونو کې خپل تاثیر واچوي او د ورځې د خوشحاله تېرېدو باعث ګرځي.
۶ ـ د ساعت زنګ نه بندو تر څو ډېر خوب وکړي
ډېریه بریالي میلیونران سهار وختي پاسېږي او سهار د انرژۍ څخه ډک پېلوي . دوی د هغه اشخاصو په څېر ندي کوم چې د خپل ساعت زنګ بندوي تر څو وکولای شي بېرته ویده کېدو پر لور ولاړ شي ، چې وروسته کار ته د رسېدو لپاره کور هم په ډېره تېزی سره خوشې کوي..
۷ـ هېڅکله خپل حوصېله له لاسه نه ورکوي بریالي خلک هېڅکله نه وایې چې حوصېله مو لاسه ورکړې ، ولې چې دوی کولای شي چې د بریا لپاره نوی کسبونه تجربه او پېدا کړي په خپل چاپېریال کې . دوی د خپل د ګوتو سره د لوبې پر ځای ه خلکو سره ملاقات کوي، په نوی صنفونو کې ګډون کوي ، کتاب لولي او د مهارتونو د غني کېدو او د پوهې د لوړولو لپاره ترسره کوي.
غواړئ چې میلیونر شئ ؟ څوک چې میلیونران دي له هغوی زده کړئ او د هعوی په څېر عمل وکړئ.


















