ارګ د سمنګانو والي د لوړپوسټ په ورکولو رضا کړی دی

یک تلویزیون د دولتي مقاماتو له قوله خبر ورکړی چې د دغه ولایت پخواني والي عبدالکریم خدام د سولې عالي شورا د مرستیال په توګه ټاکل شوی دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۱ فرید افغان)

نن د سمنګانو نوي والي عبداللطیف ابراهیمي رسماً په خپل کار پیل وکړ.
نوموړی مخکې تر دې چې ایبک ښار ته لاړ شي بغلان ته تللی او له هغه ځای څخه د ۶۰۰ کسیز ځواک په سره یوځای د سمنګانو مرکز ته داخل شو.
په داسې حال کې چې د سمنګانو پخواني والي عبدالکریم خدام د ځان د ګوښه کیدو په تړاو د حکومت پریکړه نه وه منلې او حکومت ته یې ګواښ کړی و، چې که پوځي حرکت یې وکړ له سخت غبرګون سره به مخ شي، خو نن دیوې معاملې تر مخې هرڅه په ارامه فضا کې ترسره شول.
یک تلویزیون د دولتي مقاماتو له قوله خبر ورکړی چې د دغه ولایت پخواني والي عبدالکریم خدام د سولې عالي شورا د مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.
او په همدې توګه نوموړی له خپلې دندې هم تیر شوی دی.
ارګ دا وړاندیز وروسته ترهغه کړی، کله چې جمعیت ګوند چې ځان د ملي یووالي د حکومت نیم واکی شریک بولي د ولسمشر پریکړه رد کړه.
ارګ مجبور شو چې د عطانور په برخلیک تر اخته کیدلو وړاندې والي ته تر ولایت لوړ امتیاز ومني .
همداراز د نوموړي مرستیال به هم د موافقې تر مخه پر خپل ځای پاتې کیږي.
همداراز به د نومړي مرستیال داکتر ضیا هم پر دنده پاتې کیږي او د ترکمن قوم یو مشر به په سویدن کې د سفارت استازی وي.

ځینو رسنیو د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی چې یادې خبرې د جمعیت ګوند او امریکایي سفارت ترمنځ شوې او ارګ پکې کوم رول نه درلوده.

تر اوسه دجمعیت ګوند د نوي والي په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی
د یادونې وړ ده چې ولسمشر غني څو ورځې وړاندې د لوګر، میدان وردګو، سمنګان، کندز او لغمان ولایتونو واليان نوي کړل، چې له ډلې یې عبدالکریم خدام چې په قوم ترکمن او د اسلامي جمعیت غړی دی، د مرکزي حکومت له پریکړې سرغړونه وکړه او تینګار یې وکړ چې خپلې دندې ته به دوام ورکوي .
باید وویل شي چې حکومت جنرال عطانور ته هم د وزارتونو او نورو امتیازاتو ورکول منلي خو نوموړی د حکومت مامور نه بلکه شریک واکمن ځان بولي او د امتیازاتو سربیره د ولسمشریزو ټاکنو پر وخت ترسره کیدل، د تذکرو موضوع او د لویې جرګې را غوښتل یې له مهمو غوښتنو څخه دي، هغه څه چې حکومت تر ډیره منلي او په څو محدودو غوښتنو کې جنجال پرځای پاتې دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button