(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۱ فرید افغان)
به سوریه کې د کردانو (پي پي کې) توندلارې ډلې پرضد چې امریکا یې مالي ملاتړ کوي د ترکیې پوځ عملیات په چټکۍ سره مخ پر وړاندې روان دي.
ترکي پوځ ادعا کوي چې په روانو عملیاتو کې یې تر اوسه تر ۱۷ سوو ډیر کردي وسلوال له منځه وړي.
په همدې حال کې د سوریې د الاخباریه شبکې راپور ورکړی چې عفرین سیمې ته د سوریې د وسلوال پوځ زرګونه پوځیان پر لاره دي ترڅو د کردي وسلوالو ترڅنګ د ترکي ځواکونو پرضد وجنګیږي.
خو ترکیې بیا دا خبر رد کړې او د جمهوري ریاست ویاند ابراهیم کالین ویلي چې تر اوسه یې کوم داسې عملي اقدام نه دی لیدلی خو په وینا یې چې د پردې ترشا له خبرو اترو انکار نه شي کولی.
بل پلو د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان ویلي چې د عفرین سیمه به چې د مخالفو کردانو اصلي مرکز بلل کیږي په راتلونکو څو ورځو کې محاصره کړي.
اردوغان ویلي چې په روانه جګړه کې تر اوسه ۳۲ ترکي او ۷۰ تنه د سوریې د ازاد پوځ سرتیري چې د ترکي ځواکونو ملاتړ له ځان سره لري، وژل شوي دي.
ترکیې تر دې وړاندې امریکا ته هم خبرداری ورکړی و، چې د کردي ملیشو له تمویل او تجهیز دې لاس واخلي کنه نو له سخت غبرګون سره به مخ شي.

















