(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۱ فرید افغان)
له هلمند ولایت څخه راپورونه وایي چې طالبانو تیره شپه د دې ولایت د نادعلي ولسوالۍ دکوچیانو او مالدارو سیمه کې په میشتو پوستو تهاجمي حملې کړې چې له کبله یې یوه پوسته په بشپړ ډول سقوط شوې او ګڼو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې.
طالبانو ویلي چې په یاده سیمه کې یې په دریو پوستو همهاله بریدونه کړي چې د نیول شوې پوستې ۷ پولیس یې وژلي او په دو نورو پوستو کې یې ۱۳ پولیس وژلي او وسلې او مهمات یې هم ترې نیولي دي.
طالبانو همداراز ادعا کړې چې ددې ولایت د ناوې ولسوالۍ اړوند د ټانګانو ګودر سیمه کې یې هم پر میشتو ځواکونو بریدونه کړي چې یوه پوسته یې ترې نیولې او ۸ تنه ځانګړي ځواکونه یې وژلي دي.
بل پلو د ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د امریکایي ځواکونو د بي ۵۲ ډوله الوتکو په هوایي بریدونو کې د موسا قلعه، ګرمسیر، دیشو او مارجه ولسوالیو کې د طالبانو مراکز په نښه شوي او لسګونه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وژل شوي ، هغه ادعا چې ولسي خلک یې نه مني.
د هلمند ځایي چارواکو د پوستو د سقوط په هکله له څه ویلو ډډه کړې خو ددې ولایت د ولایتي شورا منشي حیات الله مایار رسنیو ته ویلي چې د امریکایي ځواکونو جګړیزه تګلاره د دوی په زیان تمامه شوې او جګړه یې آن د ولایت تر څنډو رارسیدلې .
د نوموړي په خبره؛ موږ ډیره کمه ساحه په واک کې لرو خو په همدې ساحه کې مو هم پوستې سقوط کیږي او امنیتي ځواکونه مو تلفات ګالي
د ولایتي شورا رئیس عطاؤ الله افغان هم دا خبره کوي او زیاتوي، چې د امریکایانو په پراخو بمباریو او د امنیتي ځواکونو له ټولو هڅو سره بیا هم سږکال ژمی په دې ولایت کې هیڅ پرمختګونه ندي شوي او سربیره پر دې هره ورځ څو پوستې سقوط کوي.
د والي ویاند وایي چې دوی پر تهاجمي حالت کې دي ځکه تلفات زیات دي خو ولایتي شورا یې کمزوری مدیریت بولي.


















