د سوریې پلازمېنې دمشق ته نږدې د الغوطة الشرقیة په سیمه کې د سوریې د دولت په بمبار کې سلګونه عام وګړي وژل شوي دي.
الجزیره ټلوېزون په یوه رپورټ کې ویلي چې یواځې نن ورځ د بشارالاسد د رژیم د ځواکونو په بمبارۍ او راکټي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷۳ کسان وژل شوي دي.
ویل کېږي چې د یکشنبې له ورځې راهیسې، کله چې د سوریې رژیم ځواکونو پر یاده سیمه بمباري زیاته کړه، تراوسه د ښځو او ماشومانو په ګډون نږدې ۲۸۰ ملکي وګړي وژل شوي او تر ۸۵۰ زیات نور ټپیان شوي دي.
د ختیځې غوطې سیمه د سوریې پلازمېنې دمشق ته نږدې پرته ده. دا سیمه د رژیم د مخالفو وسله والو، جیش الاسلام او تحریرالشام، په کنټرول کې ده او له ۲۰۱۳ز کال راهیسې د سوریې رژیم محاصره کړې ده.
د ملګرو ملتونو سازمان د سوریې له رژیمه غوښتي چې سمدستي هوایي بریدونه ودروي.

د سوریې پوځ د روانې فبروري میاشتې په لومړیو کې پر ختیځې غوطې هوايي بریدونه زیات کړل. سوري فعالان وايي چې د رژیم ځواکونه د ختیځې غوطې د بېرته نیولو لپاره د ځمکني برید ته تیاري نیسي.
راتلونکې میاشت به د سوریې د کورنۍ جګړې اووه کاله پوره شي. په دې کورنۍ جګړه کې تراوسه پورې زرګونه کسان وژل شوي دي او همداراز، د یوې اندازې له مخې، شاوخوا ۵۰ لکه وګړي له دې هېواده وتلي دي.
















