پنجشنبه, اپریل 16, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

والي مقرر شو؛ خو د حکومت پزه هم پرې شوه/ هېواد ریان

محمد عابد نشرونکی: محمد عابد
فبروري 20, 2018
کټګوریانې: تبصرې
0
349
ځلې شریک شوی
99
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

د ملي یووالي حکومت بنسټ هم په معامله کولو کېښودل شو. غني ټاکنې گټلې وې؛ خو د عبدالله عبدالله گواښونو ته ټینگ نه شو او حکومت یې ورسره نیمايي پر نیمايي ووېشه. اشرف غني، عبدالله، حامد کرزي، جان‌کېري، جنیزمکنگهم او نورو په گډه د امریکا په سفارت کې د اوسني حکومت بنسټ کېښود او پر اساسي قانون یې معامله وکړه.

له هماغې ورځې راهیسې حکومت پر معاملو روان دی. دواړو ملت ته ډېرې غوړې ژمنې ورکړې وې؛ خو تراوسه یې یوه ژمنه هم پر ځای نه کړه؛ بلکې هره ورځ حکومت د مرگ له گواښ سره مخ کېدونکی دی.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

په تېرو درېیو کلونو کې عبدالله عبدالله د اشرف غني سلگونه فرمانونه رد کړي. د غني په لاسلیک مقرر شوي مامورین یې گوښه کړي. نیم وزیران د اشرف غني په برخه کې رسېدلي او نیم د عبدالله عبدالله. ولایتونه هم وېشل شوي، لوړې څوکۍ، لاسلیکونه، سفرونه، کتنې، اعلامیې، خواخوږي، غندنې، ویرنې او باالاخره هر څه پنځوس پر پنځوس وېشل شوي او اشرف غني د عبدالله په مخ کې اوف هم نه شي کولی او نه یې بې اجازې یو څوکیدار له دندې گوښه کولی شي.

د تېرې شنبې پر ورځ حکومت د پنځو ولایتونو والیان بدل کړل؛ خو د سمنگان والي عبدالکریم خدام د ارگ فرمان وننگاوه او د خپلې دندې پرېښودو څخه یې انکار وکړ. وروسته دغه غږ جمعیت گوند هم بدرگه کړ او د نوموړي پر خپله دنده پاتې کېدو یې وویل. خدام هم وویل، چې د جمعیت له پرېکړې د بل چا پرېکړه نه مني؛ ځکه دی د جمعیت گوند په امر او د ترکمن قوم په استازیتوب د سمنگان والي مقرر شوی او د هماغوی په خوښه به ولایت پرېږدي.

د معاملو حکومت سمدلاسه معامله وکړه او عبدالکریم خدام یې د سولې عالي شورا مرستیال کړ او د ولسي جرگې د مشر ورور عبدالطیف ابراهیمي یې نن د سمنگان والي مقرر کړ.
نن په رسنیو کې گرمه موضوع د نوموړي د ټاکل کېدو وه او د ارگ خیاطانو ته نن ځمکې ځای نه ورکاوه؛ ځکه د ولسمشر فرمان پر ځای شوی و. خو دا هېچا ونه ویل، چې دغه والي پرون څه وویل او حکومت کومه معامله ورسره وکړه؟ او که د حکومت په زور له دندې گوښه کړ؟

د حکومتونو چارواکي بدلېږي رابدلېږي؛ خو د نظام ستنې باید ونه نړول شي. جمعیت گوند او شمال ټلواله د همدغه برخه وال نظام بېخونه کاږي، چې راتلونکي نسلونه به یوازې افسوس کوي او قبرونه به یې پر ډبرو ولي.

اشرف غني د واک تږی و او دغه تندې ته یې له ډېر وخته منتظر و. ده د ولسمشرۍ له پاره هر څه تېر شو؛ خو دغه څوکۍ یې په ډېره بې شرمۍ ترلاسه کړه. گنې ټاکلې ټاکنې څوک نیمايي پر نیمايي نه وېشي؛ خو ده ووېشه.

د اوسني حکومت دوه کلونه پاتې دي؛ خو راتلونکی نور هم له تیارو ډک دی؛ ځکه خلک نه پوهېږي، چې امریکا به ددغه نظام وروسته کوم ډول لاسپوڅي واک ته رسوي. داسې هم ویل کېږي چې امریکا غواړي اوسني نظام ته پنځه کاله نوره هم ادامه ورکړي. که داسې وشي نو په افغانستان کې به هېڅ بنسټ روغ پاتې نه شي او نه به مامور هم څوک له واکه گوښه کړی شي.

د سمنگانو لانجه خو ژر او پر معامله پای ته ورسېده؛ خو حکومت به د بلخ له والي عطاء محمد نور سره څه کوي او پر کومه څوکۍ به یې راضي کوي. ځکه نور نه اوسنی حکومت مني، نه یې چارواکي مني، نه یې فرمان مني او د پنځلسو ولایتونو د سقوط خبره هم کوي.د معاملو په حکومت به داسې نادرې واورئ، چې د اورېدو هېڅ تمه به مو نه وه.

لوی ټکي: حکومتسمنگانمعاملېمهمهېواد ریانوالي
مخکینې مطلب

د سولې نوی اړخ که د جګړې؟

بل مطلب

د سوریې په محاصره شوې سیمه کې لسګونه عام وګړي وژل شوي

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ګوترېش: د منځني ختیځ کړکېچ پوځي حل نه لري مذاکرات دې ژر پیل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د بورکینافاسو ولسمشر: د “ډیموکراسۍ” تر نوم لاندې هېوادونه ویجاړېږي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سنټکام: د ایران بندرونه مو کلابند کړي؛ هېڅ کښتۍ ته د تګ اجازه نه ورکوو

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د سیمې د کړکېچ په هکله د اردوغان خبرداری؛ که اړتیا شي، د اسرائیلو دننه به عملیات وکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

ګوترېش: د منځني ختیځ کړکېچ پوځي حل نه لري مذاکرات دې ژر پیل شي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com