د طالبانو بريد کې د دوستم قومندان “جلیل کور” وژل شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۲) د جوزجان ولايت په خواجه دوکوه ولسوالۍ کې طالبانو د دوستم په يوه قومندان “جلیل کور”  او د هغه په ساتونکو بريد کړ، په ترڅ کې يې نوموړی قومندان وژل شوی دی.

د دغې ولايت د امنيې قوماندان فقير محمد جوزجاني رسنيو ته ويلي، چې قومندان جلیل پرون ماذيګر د باشيکوه دښتې ته په ګزمه وتلی و خو په لاره کې د طالبانو تر کمين لاندې راغلی چې نوموړی وژل شوی او موټر يې ورته سوځولی دی.

نوموړی قومندان په جليل کور مشهور و او په خواجه دوکوه ولسوالۍ کې يې د اربکيانو مشري په غاړه لرله.

طالبانو د برید مسئوليت منلی او رسنيو ته يې په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، جلیل کور د دوستم د مليشو قومندان (ډیر وحشي او ظالم کس و، له ۱ تن ساتونکي سره ووژل شو).

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د هغه موټر طالبانو سوځولی، يو ميل وسله يې ترې نيولې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button