محمد داود امین د کابل د نوي امنيې قوماندان په توګه وټاکل شو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۲) د کورنيو چارو وزارت د ورکړل شويو معلوماتو پر اساس، محمد داوود امین د کابل د نوي امنيې قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.
نوموړي تر دې مخکې، د خوست او لغمان د امنيې قومندان او په کابل کې د ۱۰۱ اسمايي زوند قوماندانۍ د امنیتي چارو د مرستيال په توګه دندې ترسره کړي دي.
محمد داوود امنین تېره ورځ د لوی پاسوال جانان بارکزي او د کورنيو چارو وزارت د لومړي مرستيال له لوري د کابل امنيې قوماندانۍ ته په رسمي توګه معرفي شو.
د يادونې ده، چې تر دې مخکې محمد سالم احساس د کابل د امنيه قومندان دنده کوله، خو د کورنيو چارو وزارت وايي لوی پاسوال سالم احساس به له دې وروسته د کورنيو چارو وزارت د لومړي مرستيال په توګه دنده کوي.
په کابل کې د نا امنيو سربيره جنايي پيښو کې هم زياتوالی راغلی او له وروستيو بريدونو وروسته زيات شمير امنيتي مسئولين بدل او ځينې يې له دندو لرې کړای شول خو لا هم د کابل ښاريان وايي چې د امنيت له پلوه ډاډمن نه دي.



