پنجشنبه, اپریل 23, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

استشهاد او انتحار د ناپوه مفتيانو او تكفيري انقلابيانو په تله كي

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
فبروري 21, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
526
ځلې شریک شوی
171
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

حكمتيار

د استشتهاد او انتحار په اړه به مو هغه اظهارات او څرگندوني حتماً اورېدلې وي چي په دې وروستيو كي او له هغه وروسته وړاندي شوي چي له طلوع نيوز سره زما مركه خپره شوه. ځينو استشهادي عمليات حرام وگڼل، هغه ئې له انتحار او ځان وژني سره تشبيه كړل، ځينو حتى د شهادت تمناء او داسي عمليات تحريم كړل چي په هغه كي د وژل كېدو احتمال قوي وي، ځيني تر دې هم وړاندي ولاړل او وئې ويل: زما په فكر بايد افغانان په قطعي او دائمي توگه د وسلو كارول تحريم كړي!!! يعني دا چي له جنگ غوښتونكو سره هم ونه جنگېږي او له تېري كوونكو سره هم!! د هر يوه موخه او محرك څرگند دئ، داسي اظهارات د ځينو مأموريت دئ او په بدل كي ئې اجوره او معاوضه ترلاسه كوي، د ځينو نورو هغه هڅه چي غواړي له دې لاري د هغو ځواكونو حمايت او شاباسى ترلاسه كړي چي د وسلو په زور او د جنگ له لاري پر افغانانو حكومت كوي او غواړي چي افغانان د دوى په خلاف جنگېدل او د وسلې كارول تحريم كړي!! ځيني په دې هم نه پوهېږي چي د داسي اظهاراتو پايلي څومره بدي او وخيمي دي! نه يوازي له اعتقادي پلوه بلكي له سياسي پلوه هم!! له ديني پلوه خو د حلال او حرام په اړه د خپل هوس په غوښتنه قضاوت كول دي چي له كفر او ارتداد سره مترادف عمل گڼل شوى، او له سياسي پلوه د هغو جنگياليو روحيه او عزم سستول چي په زړورتيا او د قربانۍ له مضبوطي جذبې سره د خپل حق، آزادي، خپلواكي، له ديني او ملي ارزښتونو د دفاع په لار كي د جنگېدو او قربانۍ طمع ترې كوو!!

د دې دواړو؛ انتحار او استشهاد د روښانه توضيح لپاره راشئ يو مثال ستاسو مخي ته كښېږدم: يو تروريست، له انتحاري واسكټ سره په داسي حال كي جومات ته ننوځي چي لمونځ كوونكي د لمانځه لپاره ودرېږي، يو مؤمن مجاهد هغه ته متوجه كېږي، له ځان سره وايي: كه پرېږدم دا بې دينه او وحشي تروريست په جومات كي چاودنه وكړي، وتښتم، يوازي خپل ځان وژغورم؛ خداى ته به څه ځواب وايم، د قرآن دا آيت ئې مخي ته ودرېږي چي وايي: څوك چي يو انسان له مرگ وژغوري داسي دئ لكه چي ټول انسانان ئې له مرگ ژغورلي وي، ځان تروريست ته رسوي، په غېږ كي ئې كلك نيسي، له جومات ئې بهر وړي، د جومات په انگړ كي ئې پر زمكه څملوي، همدا مهال تروريست توانېږي چي د بم بټن كښېكاږي، دى او تروريست وژل كېږي خو ټول لمونځ كوونكي ژغورل كېږي!! په دې دواړو كي د يوه كار حرام او د دين ضد دئ او د بل كار سپېڅلى او شهادت طلبانه. تروريست د مسلمان د ويني حرمت او د خداى د كور (جومات) هتك حرمت نه يوازي جائز گڼلي بلكي هغه ئې جنت ته د رسېدو وسيله او لنډه لار منلې، له همدې كبله مرتد شوى او د اسلام له دائرې وتلى، د قرآن په وينا د داسي قاتل انسان ځاى ابدي دوزخ دئ، اما هغه مؤمن مجاهد د الله تعالى د رضاء حاصلولو لپاره خپل سر قرباني كړى او د مسلمانانو د ژغورني لپاره ئې داسي عمليات تر سره كړي چي په هغه كي ئې وژل كېدا حتمي وه! له جاهلو مفتيانو پوښتنه كوم: آيا دا دواړه برابر دي؟ آيا د شهادت تمناء او داسي شهادت طلبانه عمليات ناجائز دي؟ د قرآن دې آيت په اړه به څه وايئ چي فرمايي:

وَلَقَدْ كُنتُمْ تَمَنَّوْنَ الْمَوْتَ مِن قَبْلِ أَن تَلْقَوْهُ فَقَدْ رَأَيْتُمُوهُ وَأَنتُمْ تَنظُرُونَ.

د آيت مفهوم دا دئ: اې د پيغمبر يارانو! تاسو خو ټولو تر دې وړاندي د شهادت تمناء كوله؛ كله چي د احد په جگړي كي د دې تمناء ترسره كېدو فرصت په لاس درغى نو ولي مو په رډو رډو سترگو ورته كتل؟ يعني ولي مو دا فرصت ضائع كړ، ولي وتښتېدئ، ولي مو رسول الله صلى عليه و سلم يوازي پرېښود؟!!

عالي جنابانو! هغه څه چي الله تعالى ئې په نه كولو د رسول الله صلى الله عليه و سلم ياران گواښلي او معتوب كړي تاسو ئې په كولو خلك د اسلام له دائرې باسئ!!! قرآن شهادت د ټولو صحابه وو ستره تمناء گڼي، له مرگ وېره او له دښمن تېښته د دوى له شأن لري بولي، خو تاسو د شهادت تمناء او داسي عمل چي په نتيجه كي ئې مجاهد وژل كېږي حرام او ځان وژنه بولئ!!! آيا ستاسو فهم، قضاوت او فتوى د تعجب وړ نه ده؟!!

دا هم ولولئ

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

ولسمشر ټرمپ: ایران سره به مذاکرات راتلونکو ۷۲ ساعتونو کې پیل شي

هيله ده د قرآن د دې مبارك آيت مصداق نشئ:

وَإِنَّ مِنْهُمْ لَفَرِيقًا يَلْوُونَ أَلْسِنَتَهُمْ بِالْكِتَابِ لِتَحْسَبُوهُ مِنَ الْكِتَابِ وَمَا هُوَ مِنَ الْكِتَابِ وَيَقُولُونَ هُوَ مِنْ عِنْدِ اللهِ وَمَا هُوَ مِنْ عِنْدِ اللهِ وَيَقُولُونَ عَلَى اللهِ الْكَذِبَ وَهُمْ يَعْلَمُونَ* آل عمران: 78

او د دوى (د اهل كتاب علماوو) يوه ډله داسي ده چي په خپلي ليكني او كتاب خپلي ژبي داسي اړوي چي ته هغه د الله د كتاب يوه برخه وبولې، په داسي حال كي چي هغه د الله د كتاب برخه نه ده، دوى وايي: دا خبري ټولي د الله له لوري دي په داسي حال كي چي د الله له خوا ندي، په الله پوري دروغ تړي سره له دې چي ښه پوهېږي.

يعني دا مكاره او ټگماره ډله خپلي ليكني او خپلي خبري د الله تعالى كتاب ته منسوبوي، خپل غلط او مغرضانه تفسير او تعبير ته الهي تعبير وايي، دوى دا غلطي قصداً او په لوى لاس كوي، ښه پوهېږي چي دا خبري نه د الله تعالى په كتاب كي شته او نه د الهي كتاب معنى هغه ده چي دوى ئې وايي. په دې آيت پسي له ذكر شوو نورو آيتونو دا په ډاگه معلومېږي چي په دې رنځ اخته كسان هغه دي چي له دين ئې دكان جوړ كړى او له دين او مذهب ناوړه گټه ترلاسه كول په ميراث ورته رسېدلي.

مخکینې مطلب

سرچينه: د ګڼو ډيپلوماتانو کاري موده پای ته رسېدلې، خو لا هم کار ته دوام ورکوي

بل مطلب

د طالبانو بريد کې د دوستم قومندان "جلیل کور" وژل شوی

ځانګړي مطالب

خبرونه

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
خبرونه

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ: ایران سره به مذاکرات راتلونکو ۷۲ ساعتونو کې پیل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
خبرونه

د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
خبرونه

ولسمشر پزشکیان: بې باوري او فشارونه د مذاکراتو مخنیوی کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: ایران سره به مذاکرات راتلونکو ۷۲ ساعتونو کې پیل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com