لیکوال اڅك بهير
لومړۍ به درته د جمهوریت اصلي معنی واضحه کړو،
جمهوریت د ریګ یوې غونډۍ ته ویل کېږي چې د خپلې شاوخوا ځمکې په پرتله هڅک، لوړ او مجتمع یادېږي؛ او یو بل تعبیر، او یو پر بل بالا د شګو پراخ ډګر ته هم جمهوره ویل کېږي.
جمهوره بیا هغې ځکمې ته ویل کېږي چې د شاوخوا ځمکې څخه جګه او لوړه وي په اصلِ حقیقت کې د هر شي لویې برخې ته جمهور ویل کېږي؛ د بېلګې په ډول، (جمهورالناس) جمهور الناس څخه مخصد هغه خلک دي چې په نورو خلکو کې امتیاز والی او ښکاره والی ولري. د حدیثو، فقهې، او لغت په کتابو کې د جمهور د کلیمې لغوي معنیٰ په وار وار راغلې. یعنې معروف او لوړ رتبه شخصیت، چې په دغه ډول استعمال کې یې کومه شرعي بدوالی او منعه نه ده راغلې، او نه شته، د اسلامي ریاست مشر باید جمهورالناس، او یا د هغوی د استاذو(اهل الحل والعقد) له لورې ټاکل شوی وي او د هغوی باور یې تر لاسه کړی وي. نو له دې امله د اسلامي حکومت نظام یو جمهوري او شورائي نظام دی، خو اوس زموږ تر بحث لاندې جمهوریت یا جمهور نه دی بلکه څېړنې موضوع،مسأله مو دیموکراسي ده، خو وس د تأسف وړ ځای دا دی چې د عصر مسلم مملکتونو او حکومتونو د جمهوریت فکر د عربي ډیکشنریو څخه نه دی اخذ کړی بلکه د یوناني ډیکشنریو څخه یې اخذ کړی یانې د جمهوریت معنیٰ یې د یوناني کلیمې د دیموکراسي څخه اخیستی دی، “چې یاده مفکوره غربي هم ده ”
چې معنیٰ یې ده د (خلکو حکومت) په یو بل تعبیر د خلکو حکومت د خلکو په واسطه د خلکو له پاره.
په دې نظام کې د حق معیار او قانون د خلکو خواهشات او غوښتنې دي. جمهورالناس، دپوره اختیار او لویي واکمنۍ څښتن اوسي .او جمهوریت مطلق العنان وي،
په دې نظام کې د خلکو نمایندګانو ته د خدای “جل جلاله”او د هغه د رسول “علیه السلام ” د دین، او اسماني کتابونو او اخلاقي ژوند، نبوي کړن لارې، د حق تابع کېدل ته اړتیا نه لیدله کېږي. بلکه د خلکو د خوښی او غوښتنو ارزوګانو پیروي او وفاداري اړین وي .
نو د دې نظام نچوړ او خلص دا شو چې خلک خدای وي او د خلکو نمایندګان د هغه رسول وي “نعوذبالله”
نو د دې مشرکانه نظام د سیاست د بنسټیزو اساساتو د څېړنې تر مخه د دیموکراسي په هکله څه ویل او څه لیدل او څه زده کول او په یو شي ځان پوهول اړین او لازم دي .
و ما علینا الا البلٰغ المبین


















