کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۹ غویی، ۱۴۰۵ل)
امریکايي رسنیو د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې ډونالډ ټرمپ خپلو سلاکارانو ته سپارښتنه کړې څو پر ایران د اوږدمهاله محاصرې د لګولو لپاره چمتووالی ونیسي.
راپور زیاتوي، ټرمپ ارزولي چې د بمبارۍ بیا پیل یا بشپړ شاتګ دواړه تر محاصرې ډېر خطرونه لري.
سرچینې وایي، یو امریکايي چارواکي ویلي چې د هرمز تنګي محاصره کول به د ایران اقتصاد ته سخت زیان ورسوي او د نفتو د زېرمه کولو چارې به هم له ستونزو سره مخ کړي.
راپور کې ویل شوي، ټرمپ لا هم پر دې ټینګار لري چې ایران باید لږ تر لږه د شلو کلونو لپاره د یورانیمو د بډاینې بهیر وځنډوي.
بل لور ته ایران منځګړو ته ویلي چې د نوي وړاندیز تر وړاندې کولو مخکې څو ورځو مشورو ته اړتیا لري.


















